سکاټلینډ د ایرلینډ لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): نن د سکاټلینډ او ایرلینډ لوبډلو تر منځ تمریناتي یو ورځنۍ لوبه وه چې دغه لوبه کې سکاټلینډ د ایرلینډ لوبډلې ته په ۱۷۹ منډو ماتې ورکړه.

سکاټلینډ لوبډل مشر د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سکاټلینډ لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۹۶ منډې جوړې کړې.

د سکاټلینډ لوبډلې لپاره میچن ۱۰۸ په توپونو ۱۰۳، مومسن په ۷۰ توپونو ۵۶، بیرینګټن په ۴۰ توپونو ۵۲ او مېکلیوډ په ۵۰ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره سورینسن درې او یانګ دوه ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچوونه وکړه. سورینسن خپل ۱۰ اورونو کې ۵۵ او یانګ خپل ۶ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې.

د ایرلینډ لوبډلې توپ وهوونکي د سکاټلینډ توپ اچوونکو په وړاندې مقاومت ونشو کړای او په ۲۷ اورونو کې ۱۱۷ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ.

د ایرلینډ لپاره سټرلینګ په ۴۴ توپونو ۳۷ منډې جوړولو سره تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

نننۍ لوبه کې د سکاټلینډ لپاره ایوانز ۴، مجیدالحق ۳ او ډېوې دوه ویکټې اخیستلو سره ښه توپ اچوونه وکړه. ایوانز خپل ۵ اورونو کې ۱۷، مجیدالحق خپل ۴ اورونو کې ۹ او ډېوې خپل ۷ اورونو کې ۳۶ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د