کمزورې ډګرساتنې افغانستان له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د افغانستان او هندوستان لوبډلو تر منځ تمریناتي یو ورځنۍ لوبه د هندوستان په بریا پای ته ورسیده. دغه لوبه هندوستان په ۱۵۳ منډو وګټله.

هندي لوبډلې د لوبې پچه ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. هندوستان د روهېت شرما غوره او چټک توپ وهنې په مرسته ټاکل شوي پنځوس اورونو کې یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۴ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې روهېت شرما په ۱۲۲ توپونو ۱۵۰ او سریش راینا په ۷۱ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې. رحانې په ۶۱ توپونو ۸۸ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

نننۍ لوبه کې افغان توپ اچوونکي د هندي توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل. خرابه ډګر ساتنه هندي توپ وهوونکو سره د یو اوچت هدف په ټاکلو کې ډیره زیاته مرسته وکړه.

نننۍ لوبه کې حمید حسن، دولت ځدران، شاپور ځدران او محمد نبي یوه یوه ویکټه واخیسته. دغه لوبه کې افتاب عالم تر ټولو خرابه توپ اچوونه وکړه. نوموړی خپل ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې.

افغانستان ټاکل شوي پنځوس اورونو کې ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۱۵۳ منډو په توپیر د هندوستان په ګټه وبایلله.

دغه لوبه کې د افغانستان لپاره نوروز منګل په ۸۵ توپونو ۶۰ او عثمان غني په ۷۲ توپونو ۴۴ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره موهېت شرما او جدیجا دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه توپ اچوونه وکړه. شرما خپل ۹ اورونو کې ۴۰ او جدیجا خپل ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډې ورکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د