نظــر

با احساسه محصلین باید وهڅول شي

فاتح کاروان

د ګران هیواد د آزادۍ په لاره کې د ځوانانو او په ځانګړي ډول د محصلینو قربانۍ او منډې تر ړې له هیچا پټې نه دي او نه هم د اقربانۍ دومره کمزورې یا وړی دي چې څوک پرې سترګې پټې کړي، له کومې ورځې چې د صلیبي نیواکګرو لخوا په ګران هیواد یرغل شوی نو حق او د باطل په پيل شوی معرکه کې د سنګر د مجاهدینو تر څنګ د دفتر د اتلانو قربانۍ ډيرې هیله بخښونکي دي.

دا خبره هم اوس ښکاره ده چې د روان جهاد د ګړندي بهیر ډیری برخه کسان یا خو د مدرسو او مدرسو شاګردان او د پوهنتونونو محصلین دي، مکار صلیبي دښمن له دې نه بې خبره نه دی چې د کوم حرکت ډيره برخه د ځوانانو څخه جوړه وي نو د بریالیتوب چانس یې هم زیات وي، لکه اوس چې د روان جهاد سنګرونه اکثره ځوانانو تاوده ساتلي دي، په ټوپک او قلم دواړو سره یې د یرغلګرو دښمنانو او داخلي منافقانو پر وړاندې په پوره هوډ مبارزه پيل کړی ده، ځکه خو امریکایان هڅه کوي چې د کابل د ادارې وحشي استخبارات په ښوونځیو او پوهنتونو کې د با احساسه ځوانانو نیولو او تهدیدولو ته وهڅوي، په اصطلاح ملي امنیت هم خپلو صلیبي بادارانو ته د وفادارۍ د ښودلو په نیت په لسګونو د ښوونځیو او پوهنتونونو استادان او محصلین نیولي او تری تم کړي يې دي.همدغه ستونزی دي چې زموږ با احساسه ځوانه طبقه خپله مبارزه په ډاډه زړه مخ ته نه شي وړای، زموږ غوښتنه د جهادي مشرانو، عالمانو،قومي سپين ګیرو او مخورو نه داده چې د خپلو ځوانانو تر شا په کلکه ودریږي، ملاتړ او حمایه یې وکړي اوپرینږدي چې په لوړ او عالي مورال راپورته شوي دغه ځوانان د دښمن لخوا سرکوب شي.

د هیواد په کچه څلور پوهنتونونه داسې دي چې محصلین یې ويښ او بیداره دي،ننګرهار،کابل،خوست او کندهار، دا هغه پوهنتونونه دي چې وخت په وخت د ګوډاګي رژیم د سختو قیوداتو سره مخ شوي خو په یادو پوهنتونونو کې د اسلام او هیواد په ننګ په مبارزه بوخت محصلین لا هم خپله مبارزه روانه ساتي، نه یې له بهرنیو یرغلګرو ډار وکړ او نه یې هم داخلي غلامانو ته سرونه ټیټ کړي، که د سنګر مجاهدینو د خپلو ټوپکونو مرمیۍ د یرغلګرو او د هغوی د غلامانو په سینو ورحواله کړي او په صلیبي پوځیانو يې شپه او ورځ یوه کړی نو د فرهنګي اتلانو قلمي هڅو او الکترونیکي مبارزو هم د صلیبي رسنیو زهرجن درواغ ناکاره ګرځولي او دښمن ته یې تر ډیره حده موقع نه ده ورکړی چې هغوی زموږ ولس ته په سترګو کې خاوری واچوي.

تاسو به لیدلي وي چې کله هم د قرآن کریم یا د اسلام د پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په شان کې ګستاخي شوي نو زموږ د هیواد غیرتي او سرسپارلیو ځوانو شاګردانو او محصلینو یې پر وړاندې کلک غبرګون ښکاره کړی او هم د ولس د ویښ ساتلو په برخه کې یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي.

تیر کال یو محصل په همدې جرم چې جهادي مفکوره یې لرله د خوست په ولایت کې د زړو کمونیستي امنیت خیلو لخوا دومره ووهل شو چې د ملا او تشي د سخت درد له لاسه یې د همدې ولایت په ملکي روغتون کې ساه ورکړه او شهید شو، همدا شان دوه تنه نور محصلین چې یو یې د غزني او بل د پکتیا و په دې جرم چې ګواکي جهادي مفکوره لري د امنیت لخوا ونیول شول او بیا شاوخوا ۴ میاشتې په محبس کې پراته و، د کابل په پوهنتون امنیت خیلو چاپې ووهلې او ګڼ شمیر محصلین یې د اسلامي دولت سره د اړیکو په تور ونیول او لا تر اوسه یې د ډيرو برخلیک نه دی معلوم؛ د ننګرهار په اسلامي پوهنتون هم بار بار د ګوډاګۍ ادارې استخباراتي کسانو هجوم ور وړی استادان او محصلین یې په یو او بل نوم نیولي او زورولي دي، چې وروسته بیا د محصلینود سخت غبرګون سره مخ شول؛ همدا شان د ننګرهار یو تن محصل په میدان وردګ لایت کې څومیاشتې مخکې ونیول شو او لا تر اوسه د کابل دادارې استخباراتو سره زنداني دی.

دا مې هسې مشت نمونه خروار تاسو ته یو څو مثالونه بیان کړل، که درانه لوستونکي د هیواد د پوهنتونونو له داخلي ستونزو خبر شي نو پوه به شي چې مکار صلیبي دښمن څومره هڅه کوي چې زموږ د فرهنګي ډګر فعالین تهدید او د مبارزې مخه یې ډب کړي.

دا طوفاني بیړۍ چې نن د صلیبي یرغلګرو خونړی سیلاب په مخه کړی ده د ټوپک او قلم د دواړو برخو مبارزین به یې له غرقیدو بچ کوي خو دا مبارزه لا هم قرباني غواړي او بیا مبارزین هم د ملاتړ او سپورټ محتاج دي، په دې هیله چې د اسلامي امارت مشران،د نورو جهادي حرکتونو او د خپلواکۍ په برخه کې په هڅو بوخت فعالان دغې برخې ته پوره توجه وکړي،او پرینږدي چې د صلیبي فرهنګي یرغل په وړاندې د دیوال په څير دریدلي با احساسه محصلین مایوسه شي.

دا چې زه لیکوال نه یم، حتماً به مې په لیکنه کې ځينې غلطیانې وي له درنو لوستونکو هیله کوم چې زما د لیکنې طرز ته نه بلکې مفهوم ته متوجه شي او ز ما هڅه داده چې خپل احساسات د نورو خلکو سره د قلم په ژبه شریک کړم،په دې هیله چې هیواد مو ژر تر ژره د صلیبي استعمار له منګولو آزاد شي او په ټول هیواد کې یو سوچه اسلامي نظام حاکم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad

When do you start this compign from. You are against education and non islamic studies.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x