افغانستان

ناټو ومنله چې شهید امید (خپلواک) ددوئ ځواکونو وژلي دی

نن ټکی آسیا: د برتانوي ورځپاڼي ګارډین په وینا ناټو ومنله چي په روزګان ولایت کې د پژواک او بي بي سي خبریال امید خپلواک د دوئ دځواکونو په  ډزو وژل شوی دی..

د ورځپاڼي په وینا نن د ناټو ځواکونو قومندانانوو  د امید خپلواک  له  کورنۍ سره ولیدل، او په رسمي توګه يې له هغوئ  څخه   دخپلې کړنې بښنه وغوښتله ..

امید خپلواک د خپل  کار په دفتر کې  هغه  وخت  وژل شوی وموندل شوچې کله طالبانو په روزګان ولایت کې پر حکومتي ودانیو  د روان میلادي کال د جولایي میاشت په اته ویشتمه نیټه ډله ایز برید وکړ، او بیا د ناټو او داخلي ځواکونو له  هغوئ  سره جګړه وکړه، او په ودانیو کي دننه د طالبانو د مقاومت د ځپلو لپاره بهرنيو ځواکونو له  هوا څخه د هلیکاپترو په وسیله  ډزي پيل کړې..

د امید خپلواک ورور جاوید هماغه وخت رسنیو ته ویلي وو  چي وروریې  په داسې حال کې چې ترڅنګ یې دبي بي سي او پژواک خبري آژانس کارتونه په وینو تک سره پراته ول   یولس ځایه  په مرمیو ویشتل شوی  وو.

دخپلواک  ورور وايي چې  نوموړي په انګلیسي ژبې پوره تسلط درلود ښايي ده دناټو دځواکونو دویشتلو په مهال  هغوئ ته دخپلې دندې  کارتونه  ورښکاره کړي وي ، خوهغوئ  بیاهم دی په بیرحمانه تو ګه  ووواژه..

دخپلواک کورنۍ وايي چې دوئ دناټو دځواکونو په دغه نارواعمل سخت  خواشیني دي…

د ناټو یوه  چارواکي ګارډین ورځپاڼي ته ویلي  چي دوئ  د خپلواک د کورنۍ سره ولیدل، او هغوئ ته يې خپله خواشیني څرګنده ، او بخښنه يې تري وغوښتله  .

دغه چارواکی وايي چې ژرده په دې اړه به د ناټو له خوا یوه اعلامیه هم خپره شي.

امید خپلواک خپل ورور ته تروژل کید ترمخه  دټلیفوني مسیج په زریعه   لیکلي وه، چي زه په یوه ګوښه ځای کې  پټ یم، مرګ راغلی، ماته دعاوې  کوئ  که مړ شوم.

د یادوني وړده چي په هغو ورځو کې هم د خپلواک ورور جاوید ویلي وه چي نومو ړی د امریکایانو له خوا ویشتل شوی، ځکه چي کله دی د راډیو تلویزون په ودانۍ کي د خپلواک دفتر ته ورتلی، نو د امریکایانو د ترجمانانو څخه يې واوریدل چي یوه ویل چې وژل شوی کس  (خپلواک) پاکستانی وو، او بل ویل چې نه عرب وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x