تېرکال دېرش زره تنو د ملي اردو لیکې پرې ايښې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو رامنځته کول او روزنه لویه لاسته راوړنه بولي، خو ورسره جوخت امريکايي رسنۍ وايي چې په تېر کال کې یوازې د ملي اردو له لیکو دېرش زره تنه تښتېدلي دي.

د اګزامینر (Examiner)په نامه امریکايي رسنۍ وايي چې دوی د هغه راپور په اساس دغه معلومات راټول کړي چې سیګار د پنټاګون په حواله خپور کړی دی.

په دې راپور کې په افغانستان کې د ګډو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال جوزف اندرسن له قوله راغلي چې د ۲۰۱۴ زېږېدیز کال د اکتوبر تر میاشتې په ملي اردو کې شل سلنه منصبونه خالي پاتې و، چې باید ډک شوي وای.

تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزارت د د ۲۰۱۴ز کال د وروستیو څلورو میاشتو حالات پټ اعلام کړل، خو ورسره جوخت په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې وویل چې دوی دغه راپور تر لاسه کړی او ژر به هغه څه رسوا کړي چې د امریکا دفاع وزارت پټ اعلام کړي دي.

د جوزف له قوله په دې راپور کې راغلي چې د ملي اردو عسکر پوره بې ظرفیته او بې مهارته دي، ځکه چې د ناټو او د دوی د نورو بهرنیو دوستانو له خوا ورسره شوي تجهیزات او امکانات يې هم ونه شو ساتلی.

جوزف وړاندې ويل چي د افغانستان د ملي اردو شمېر اوس یوسل او پنځه شپېته زره تنو ته رسېږي، چې ډېر کم دی او په خبره يې په دې لیکو کې د جذب په وړاندې له دې لیکو تېښته خورا جدي ګواښ دی.

دغه راپور په داسې حال کې نشرېږي، چې طالبانو د تېرې میلادي میاشتې -جنوري – په راپور کې ويلي و چې یو سل نهه شپېته تنه دولتي مسوولین چې د ملي اردو ګڼ عسکر پکې شامل دي دوی ته تسلیم شوي دي.

د شنونکو په قول د ملي اردو له لیکو په تېښته کې د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون بې اغېزې نه شي ګڼل کېدای، پر دې سربېره د افغان دولتي عسکرو ترمنځ پر یو بل بې باوري هم د دې لیکو د تشېدو لوی علت ګڼل کېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Ahmad
میلمه
Ahmad

You say 30,000 left only last year. So how many are they in total and are they non muslims or muslims. Why are they leaving the army? because of Taliban who are the killer of every1. Shame on such propaganda. Work for Islam is not to bring Taliban on power but it bring Islam on power. I hope you agree with me and please Mili Urdu of Afghanistan is far better than the one of Pakistani Urdu. If you want you can do your dawa and make them even better.