افغانستان

دکورنیو چارو وزارت وايي چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ مخالفین وژل شوي، او ۳۵ نیول شوي دي

afghan_army_rangerنن ټکی آسیا: د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاني په خپرولو سره خبر ورکړی چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د مخالفینو څخه نهه تنه وژلي او پنځه دیرش تنه يې نور ژوندي نیولي دي

په خبرپاڼه کې راغلي چي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د خوست، کندز، پکتیکا، هلمند، کندهار، ننګرهار، ارزګان او لوګر ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نهه تنه مخالفین وژل شوي، او ۳۵ نور ژوندي نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چي په یادو عملیاتو کې یو شمیر سپکې او درندې وسلې او هم د مخابرې الات او موبایلونه نیول شوي دي.

په همدې خبرپاڼه کې راغلې چي په کابل ښار کې د یو سل او یو اسمائي زون د مخدره موادو د پر ضد د مبارزې د چارواکو له خوا پر یوه دکاندار چاپه وهل شوې، او هغه د زیات شمیر الکوحلي بوتلو سره چي غوښتل يې خرڅ يې کړي، نیول شوی.

طالبانو ددې خبر په اړه څه نه دي ویلي خو هغوی په خپل وار په همدې ولایاتو او نور کې بهرنیو او داخلي ځواکونو ته د زیاتي مرګ ژوبلي ور اړولو ادعا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x