خوست: د ملي اردو ۵ تنه عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شول
نن ټکی آسیا: تیره ورځ ماښام ناوخته د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ماین چاودني له کبله د ملي اردو پنځه تنه عسکر ووژل شول.
د نادرشاه کوټ ولسوال جمال ناصر رسنیو ته ویلي چي تیره ورځ ماښام ددې ولسوالۍ اړوند د شمباوټ په سیمه کې د ملي اردو عسکر پر رینجر موټر باندي ماین وچاودید، چي له کبله يې موټر په بشپړه توګه له منځه تللی، او د ملي اردو څلور تنه عسکر ځای پر ځای مړه او یو بل ټپي شو،
چي هغه بیا وروسته په روغتون کي خپله ژوند له لاسه ورکړ.
طالبانو د برید مسئولیت په غاړه اخیستی، او هغوی هم ویلي چي په چاودنه کې ۵ تنه عسکر ووژل شول، او یو شمير نور ټپيان شول.