نن غوره سافټ وییر: خپل د خوښې ویب پاڼه له ځنډ پرته خلاصه کړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د انټرنیټ په مختلفو براوزرونو کې داسې پروګرامونه ځای پر ځای شوي چې د انټرنیټ سرعت له ټاکلی حد څخه هم کموي. که غواړئ خپل د خوښې ویب پاڼه له ځنډ پرته خلاصه کړئ نو دغه سافټ وییر مو مرسته کوي.

دغه سافټ وییر چې ویوالډي (Vivaldi) نومول شوی د براوزر اضافي او نه استعمالیدونکي پروګرامونو بندولو سره ستاسې د خوښې ویب پاڼه ډیر چټک خلاصوي.

د دغې سافټ وییر په مرسته کولی شئ اړین او خپل د خوښې سیټینګ او نور معلومات په یو ځانګړی ځای کې ځای پر ځای کړئ او د مختلفو کارونو لپاره مختلف اپشنونو ته اړتیا نه لرئ.

دغه سافټ وییر کاروونکو ته د نوټ لیکلو اسانتیا هم برابر کړی. په دغه سافټ وییر کې د معلومات لوستلو سره کولی شئ خپل د خوښې نوټ د افس پروګرامونو له مرستې پرته جوړ کړئ او همدا راز کاروونکي کولی شي د دې سافټ وییر په مرسته خپل د خوښې ویب پاڼې تصویر وباسي.

دغه براوزر کې کولی شئ په یو وخت مختلف پاڼې خلاصې کړئ. خپل د خوښې پاڼه کولی شئ د نورو پاڼو دپاسه، لاندې او یا هم تر څنګ ځای پر ځای کړئ.

دغه نوی براوزر د انټرنیټ په نوی ټکنالوژي سمبال دی. دغه براوزر هغه کاروونکو ته چې غواړي نوی براوزر تجربه کړی یو ښه انتخاب دی.

اوسمهال دغه براوزر د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې شوی چې لږه موده کې به يي رسمي او پوره بڼه هم کاروونکو ته وړاندې شي. دغه براوزر له دې پاڼې څخه ښکته کړئ:

https://vivaldi.com/#Home

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د