
د اخیرې زمانې یو اکاډمیک تحلیل
قاري سعید
له ماسپښین راسي باران وریږي
خامې کوڅې ته وا دشولو د ګډال پټي دي
له ښویو خټو په کې لار نه کیږي
مازدیګر شړکنده باران ورېده
زه له جوماته په یوه منډه ترکوره راغلم
کوڅې خالي وې ، مرګانۍ غوندې چوپیتا خوره وه
یوازې شور وو دباران چې یې شرنګا ختله
ما په کوڅه کې تنها یو ماشوم طالب ولیدو
چې سر تر نوکه دباران په اوبو خیشت پیشت وو
خو لا د هسک زړګی پرې یخ نه وو
لا هم پرې ګاټي د اوبو په ناترسۍ لګیدل
طالب جان چیغې دخیرات وهلې
یه مسلمانو ! وظیفه راوړئ
لس ترپنځلس طالبان جومات کې نار ناست دي
باران وریږي ، اسمان زړه تشوي
څه یې پروا چې څوک دسرپناه لري او کنه ؟
ما هم دنورو کلیوالو پرچم
د صندلۍ ترڅنګ پناه واخیسته
لا مازدیګر دی ترماښامه ښایسته ډیر وخت دی
ترڅنګ پرته دکتابونو دلۍ
یوه مجله مې ترې راپورته کړله
د (سیمه ییز مطالعات ) په نامه دا مجله
د اکاډمیکو تحقیقاتو له مرکزه څخه
ها (دعلومو اکاډمۍ) یادوم
د څیړندوی غفور لیوال شاهکار دی
څلور دیرشم مخ مې راواړولو
دغه مضمون (سرمحقق) لیکلی
سرمحقق وایي : طالب مست لیونتوب اخیستی
ډالر ، ریال ورباندې اوري په پیسو کې لامبي
له امریکا ورته ډالرې راځي
او له خلیجه د پیسو ورته ( پایپ لاین ) راغلی
روبل ، کلدارې او تومان لا څه چې
سترلینګ پونډونه په ښاخیو لکه بوس بادوي
له لوټمارۍ ، نشه یي توکو ، اختطاف څخه هم
په خروارو نغدې پیسې خپلوي
هر یوطالب څو ځایه معاش اخلي
طالب له ډیر مړښته مست لیونی
اوس دمړې ګیډې فارسي غږوي . . .
. . . . باران وهلي ماشوم بیا نعرې کړې
یه مسلمانو! طالبانو ته ځیره راوړئ
ما دطالب داکمالاتو، اقتصاد په اړه
د مجلې اکاډمیک تحلیل نیمای کې پرېښود
ځم چې طالب ته وظیفه وروړمه . . .
1435/4/1 هـ ق شنبه مازدیګر
ماشاءالله په ژوند دي برکت شه.