افغانستان

د کندوز په امنیه قومندانۍ ډله‌ ییز سرتیري برید وروستي جزییات

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په شمال ولایت کندوز کې طالبانو ۴ تنو سرتیرو بریدګرو ددغه ولایت په امنیه قومندانۍ هغه مهال ډله‌ییز برید وکړ چې د ودانۍ دننه سلګونه پولیس د روزنې لپاره راټول شوي وو.

د امنیه قومندانۍ مخې ته چېرې چې د ودانۍ ساتنې لپاره لسګونه پولیس ولاړ وي، د دوو سترو چاودنو خبر ورکړل شوی او د دغه ولایت والي محمد عمر صافي هم منلې چې د امنیه قومندانۍ ودانۍ مخې ته چاودنې شوي او په برید کې ۱ پولیس وژل شوی، د ۲ پولیسو په شمول ۳ نور ټپیان شوي دي.

عیني شاهدانو د برید په اړه پژواک ته ویلي چې څو تنه سرتیري بریدګرو چې په یوه کرولا موټر کې سپاره وو غوښتل يې چې د پولیسو د رینجر موټر پر مټ امنیه قومندانۍ ته ننوځي خو د قومندانۍ ساتونکي يې په مخ کې خنډ شول.

که څه هم دولتي چارواکي د پولیس مرګ ژوبله کمه ښودلې خو عیني شاهدانو بیا رسنیو ته ویلي چې څو تنه وژل شوي او ټپي شوي پولیس یې د امنیه قومندانۍ څخه بهر په خپلو سترګو لیدلي.

د کندوز امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني د طالبانو ددغه ستر ډله‌‌ییز برید په اړه ویلي چې غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې پیل شو او نیم ساعت یې دوام وکړ.

حسیني له قوله چې په امنیه قومندانۍ پنځو تنو سرتیرو بریدګرو برید وکړ. «یو یې پیاده و او د ودانۍ دروازې مخې ته یې چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، وروسته ۴ نور په یوې کرولا موټر کې راغلل».

حسیني همدا راز ویلي چې بریدګرو نظامي لباس اغوستی و.

طالبانو ددغه ډله‌ییز برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د کندوز امنیه قومندانۍ ودانۍ ته د دوی څلور تنه په سپکو او درنو وسلو سمبال ملګري چې له درنو چاودیدونکو توکو څخه ډک واسکټونه یې اغوستي وو، ننوتل.

مجاهد زیاته کړې چې دغې دوه پوړیزې ودانۍ هر پوړ ته د دوی دوه دوه ملګري ورغلل او د امنیه قومندانۍ دننه یې له مېشتو پولیسو او بهر څخه ورتلونکو عسکرو سره جګړه پیل کړه.

طالب ویاند په دغه برید کې د لسګونو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اوښتلو ادعا کړې او ویلي یې چې امنیه قومندانۍ دننه یې زیات شمېر نظامي وسایط او وسلې له منځه وړي دي.

په عین حال کې مجاهد ویلي چې «د برید له پيل څخه لږ وروسته هغه موټر ته هم انفجار ورکړل شو چې د قومندانۍ په دروازه کې په تاکتيکي ډول درول شوی وو او شاوخوا پولیس پرې راټول وو». طالبانو په دغه چاودنه کې د ۹ پولیسو د وژنې او ۶ نورو د ټپي کېدنې خبر ورکړی.

د کندوز برید د فرورۍ په میاشت کې تر ټولو ستر ډله‌ییز برید ګڼل کیږي چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Ahmad

Be happy killing your own people most of which are saying Lailah Ellalah.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x