افغانستان

هرات: د ماین په چاودنه کې د ترکيې یو تن انجینر مړ او دوه نور ټپیان شول

نن ټکی آسیا: په هرات کې د ماین چاودني په پيښه کې یو ترکي انجینر مړ او دوه نور ټپيان شول.

د لویدیځ زون د پولیسو ویاند عبد الروف احمدي ویلي چي نن سهار نهه بجي شاوخوا د شینډنډ هوايي ډګر ته نیژدې د ترکي انجینرانو پر موټر ماین وچاودید، چي له کبله یې یو تن مړ او دوه نور ټپيان شول.

هغه زیاته کړه چي دغو انجینرانو د فوځي ادارې ایکسل سره کار کوی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددې چاودني پړه پر غاړه اخیستی، او زیاته کړې چي په چاودنه کې د ترکيې پنځه تنه اتباع وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x