نظــر

د انسانانو سوزول!! – اردني پيلوټ چا ژوندى سوزولى او ولي؟

لیکوال: حقمل

د اسلامي دولت جنگياليو په لاس د اردني اسير شوي پيلوټ سوزېدنه ډېرو وغندله، هم دين دښمنو او هم دين پالو، ځينو دا پېښه او عاملين ئې له اسلام د دفاع په جامه كي وغندل او چا د اسلام په ضد د يوې وسيلې په توگه. راشئ وگورو چي ولي د دې پېښي په اړه دومره تبليغات وشول او دومره ډېرو معارضو لوريو جدي او سخت غبرگون وښود او ولي دې ته د ورته او تر دې د ډېرو بدو او وحشتناكو پېښو په اړه د داسي غبرگون شاهد نه يو!!

د اردن پاچا د انتقام پرېكړه وكړه، په سبا ئې اسلامي دولت ته منسوب دوه اسيران يوه ښځه او بل يو زلمى اعدام كړل، تصويري رسنيو د اردن جنگي الوتكي وښودې چي په عراق او سوريه كي د اسلامي دولت پر مركزونو له بم ورونو وروسته راستنې شوې وې. سپيني ماڼۍ پاچا وستايو او د دې پرېكړي له كبله ئې جائزه وركړه او د اردن له فوځ سره ئې د نظامي مرستو او وسلو ژمنه وكړه. له پېښي وروسته او متصل ئې امريكايي بې پيلوټه جهازونو په يمن، افغانستان، پاكستان او سومال راكټي وورولې او په لسگونو بې گناه وگړي ئې په خپلو وينو كي ورغړول، امريكايي ايف 16 جنگي الوتكو په عراق او سوريې كي په لسگونو بمونه وورول، هغه هم پر ښارونو او كليو، د كوباني پر ښار ئې له هغه وروسته بم وروني پيل كړې چي ښار د اسلامي دولت جنگياليو فتح كړ، دومره بمونه ئې پرې وورول چي دا لوي ښار ئې په بشپړه توگه ويجاړ او لوټي لوټي كړ، دومره بمونه ئې پرې وورول چي په دې لوى ښار كي روغ چت او دېوال نه دئ پاته شوى، په دې بم ورونو كي د امريكايي، فرانسوي، او جرمني جهازونو تر څنگ ايراني، اردني، اماراتي او سعودي جهازونو هم برخه واخيسته، د اسلامي دولت جنگيالي دې ته اړ شول چي دا ويجاړ ښار پرېږدي او خپل ځواكونه شا ته كړي، امريكايي افسرانو كردي جنگياليو (پيش مرگه) ته امر وكړ چي ښار ته ننوځي، خو هغوى يا له وېري او يا له دې كبله چي په ټول ښار كي روغه خونه نشي موندلي له ننوتلو ډډه كوي!!

امريكايانو پر افغانستان له بريد وروسته تر نن پوري په افغانستان، پاكستان، عراق او نورو هېوادو كي له بې پيلوټه جهازونو شاوخوا پنځه زره هغه راكټونه پر خپلو اهدافو ورولي چي نيم غني شوي يورانيم په كي كارول شوي، دا راكټونه اكثراً پر كورونو، د گڼي گوڼي ځايونو، د غم او ښادۍ پر غونډو، جوماتونو او زيارتونو ورول شوي او كله كله ئې د موټرو قطارونه په نښه كړي، د يوه يوه دښمن د وژلو لپاره ئې پر بشپړ كور او حتى كلي بمونه او راكټونه ورولي، ماشومان، ښځي او بوډاگان ئې د اور په لمبو كي سوزولي او تر ورانو چتونو لاندي ئې ژوندي دفن كړي، امريكايان او د دوى بدضمير او بې وجدان گوډاگيان دا ټول جنايات نه يوازي توجيه كوي بلكي هغه د اشغالگرانو مسلم حق او د ديموكراسۍ پلي كولو لپاره ضروري گڼي!! آيا د يوه انسان سوزول او هغه هم د يوه داسي انسان چي د امريكايانو په وينا ئې د گاونډي اسلامي هېواد پر مظلومو خلكو بمونه ورولي، ستر وحشيانه كار گڼل خو د زرگونو داسي انسانانو سوزل او ژوندي ښخول چي په جگړي كي هيڅ ونډه نه لري، مترقي او متمدنانه سوزل گڼل؛ ډېر ډېر كركجن او منفور او د عقل او عدل خلاف قضاوت نه دئ؟!!

هو؛ اسلام د هر انسان (محارب او غير محارب، مؤمن او كافر) او حتى د ژوي ژوندي سوزول تحريم كړي، خو كه چا نور سوزولي او له هغه سره بالمثله معامله وشي، غبرگون او عكس العمل ئې نه د عقل خلاف عمل گڼل كېدى شي او نه د عدل. د اردني پيلوټ قاتلان په حقيقت كي يا امريكايان دي او يا د اردن هغه چارواكي چي د مظلومو عراقيانو په خلاف جگړي كي ئې د امريكا په وينا او د امريكايانو تر قومندې لاندي برخه واخيسته، له يرغلگرو سره چي هر څه كېږي مسئوليت ئې د دوى پر غاړه دئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلیم احساس

له بارانه و ناوی ته کشینستل

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x