ورزش

ترکي ځغاستونکی په ځغاسته مکې مکرمې ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه ۱۳۹۳ل): یو ترکي ځغاستونکی «اقین ینیجیلي» هوډ لري چې سږ کال د حج فریضې د ادا کولو لپاره د ترکیې له پلازمینې «انقرې» څخه مکې مکرمې ته په ځغاسته لاړ شي.

ینیجیلي د ترکیې اناضول خبري اژانس ته ویلي چې خپل سفر د راتلونکي کوچني اختر په شپو کې پیلوي، او چې تر څو د حج موسم رارسیږی، دی به مکې مکرمې ته رسیدلی وي.

نوموړی وايي چې اراده لري د ورځې ۵۰ کیلومتره وځغلي او د انقرې او مکې مکرمې تر مینځ ۳۲۶۸ کیلو متره سفر په ځغستا سر ته ورسوي.

دغه ترکي ځغاستونکی وايي چې له دې اقدام څخه یې موخه دا ده چې خلک په اسلامي هیوادونو کې د حاجیانو هغو ستونزو او مشکلاتو ته متوجه کړي چې د حج فریضې د سفر په ترڅ کې ورسره مخامخیږي.

ينيجيلي دا مهال د خپل اوږده سفر د مسیر په ټاکلو کار کوي او وايي چې امنیت یې یوازینۍ ستونزه ده چې ښايي د لارې په اوږدو کې ورسره مخامخ شي.

اقین ینیجیلي د ځغاستو په ګڼو سیالیو کې ګډون کړی او تر اوسه یې ۶۲ میډالونه اخیستي دي.

نوموړی وايي له اوشاق ښار څخه انقرې ته په ځغاسته تللی او ۳۷۰ کیلو متره لار یې په درې ورځو کې وهلې.

ینیجیلي وايي چې تر ټولو اوږده ځغستا چې نوموړي بې له ځنډ څخه ترسره کړې «۲۵۰» کیلو متره ده، چې دا مسافه یې پرته له دمې څخه په یو منډه طی کړې ده.

ینیجیلي سر له اوسه د ځغاستې تمرینات کوي او د ترکیې د «اوشاق» ښار په سټیډیم کې هره ورځ ۲۰ کیلو متره ځغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x