میدان وردګو کې درې لوبغالي جوړ شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې د فوټبال او والیبال درې لوبغالي جوړ شول.

د میدان وردګ ولایت د مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې دغه لوبغالي یې د نېږدې ۲ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۶ میاشتو په موده کې د کلیو پراختیا د ثبات پروګرام له لوري جوړ شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې په دغو ۳ لوبغالو کې ۲ د والیبال او یو د فوټبال دي، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان به ترې ګټه واخلي.

د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس انجنیر جان محمدحکمتجو د لوبغالو د پرانېستې پر مهال وویل چې دوی د روان کال په ترڅ کې په دغه ولایت کې د بېلابېلو لوبو شاوخوا ۳۶ لوبغالو د جوړولو چارې پیل کړې وې،چې تر دا مهاله یې د لسو لوبغالو چارې بشپړې شوي.

کارپوهان وايي که په هېواد کې معیاري لوبغالي ورغول شي، ځوانانو ته د لوبو زمېنه برابره شي، ښايي د لوبو په ډګر کې افغانستان په لنډه موده کې ډير پرمختګ وکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د