افغانستان

د اربکي قوماندان په ګډون ۲۱ امنیتي منسوبین وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): نن د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې د اربکي قومندان په ګډون یو ویشت عسکر وژل شوي دي.

طالبانو تېره شپه اربکی قومندان باتور د سرپل د ګوسفندي ولسوالي په حدبخشي سیمه کې له خپل ساتونکي سره یو ځای وواژه.

قومندان باتور د کاریز او حدبخشي په سیمه کې د طالبانو په لاس کې ژوندی کېوت، چې تېره شپه يې په همدې سیمه کې وواژه.

ورسره جوخت طالبان وايي چې د بلخ په شورتپه کې يې په پوسته د بريد پر مهال پنځه پولیس وژلي دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ملګرو په شور تپه کې حرتان بندر ته څېرمه په پوسته برید وکړ او یاد شمېر عسکر يې پکې ووژل.

له بله پلوه د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملي اردو څلور تنه عسکر وژل شوي او په خبره يې اته څلوېښت طالبان يې هم له منځه وړي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې دغه شمېر عسکر په کابل، هلمند، روزګان، کندوز او کندهار کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

طالبانو د ملي دفاع وزارت ورته خبرپاڼې ډېری وخت په کلکه رد کړي دي او دا يې د خپلو عسکرو لپاره «کاذب ډاډ » بللی دی.

طالبان وايي چې د هېواد په شمالي بل ولایت کندوز کې هم په نننۍ جګړه کې دوولس تنه عسکر وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو نن سهار اته بجې د کندوز په امام صاحب په ولسوالي کې جګړه پیل کړه، چې تر ماښامه روانه وه.

د دوی د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې دوه زغره وال ټانګونه تخبریب شوي او د دوی درې ملګري سرسري ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې نن هم ځینو پښتو رسنیو د لویديځو رسنیو له قوله داسې راپورونه ورکړل چې په تېر میلادي کال کې د ملي اردو له لیکو دېرش زره تنه تښتېدلي دي.

د ملي اردو له لیکو د تېښتې په علتونو کې یو دا هم ښوودل کېږي چې د دوی ترمنځ بې باوري غښتلې شوې او په مقابل کې د طالبانو بریدونه پراخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x