افغانستان

د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري د افغانستان په جنوب کي ووژل شول

daed_bodies_cases_reaches_to_usنن ټکی آسیا: نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د بهرنیو ځواکونو دوه سرتیري ووژل شول.

په کابل کي د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز په یوه خبرپاڼه کي وویل چي نن د پنجشنبې په ورځ د افغانستان په جنوبي برخه کې د یوه ماین د چاودېدلو له کبله د ایساف دوه سرتیري ووژل شول.

په خبرپاڼه کې د د پيښي دقیق ځای او د عسکر د تابعیت په اړه کوم ډول معلومات نه دی څرګند شوي.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت سپتبر کې بهرنیو ځواکونو خپل د ۸ تنو عسکر وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x