نړۍ

امریکا په یمن کې د سفارت د تړلو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې۲۱مه، ۱۳۹۳ل): سپینې ماڼۍ نن د یمن په پلازمېنه –صنعا- کې د خپل سفارت د تړلو اعلان وکړ.

امریکايي چارواکو نن لویدیزو رسنیو ته وویل، چې په یمن کې د وروستیو ناکراریو او پوځي کودتا له کبله امریکا اړه شوه، چې په دغه هیواد کې سفارت وتړي او خپل سفیر ور وغواړي.

سپينه ماڼۍ په یمن کې د خپل سفارت د تړلو اقدام په داسې حال کې اخلي، چې د تیرې جمعې په ورځ حوثیانو په دغه هیواد کې کودتا وکړه او سمدستې یې پارلمان لغو کړ.

حوثیانو د جمعې د ورځې له کودتا وروسته د دغې ډلې د مشر عبدالمالک حوثي د تره زوی محمد علي حوثي د مخکني قانوني ولسمشر محمد ربو هادي پر ځای د واک پر ګدۍ کیناوه او د چارو واګې يې ور وسپارلې.

امریکايي مقاماتو رویټرز خبري اژانس ته همداراز ویلي، چې د دوی سفیر او ورسره ديپلوماتان به سبا د چهارشنبې په ورځ له صنعا نه امریکا ته ستون شي.

د یادونې وړ ده، چې یمن کې د نوې بحران زیږونکې ټوپکسالاره –حوث- قبیله د یزیدي شیعه ګانو خاښ او د دغه ۲۵ میلونه وګړي لرونکي هیواد د نفوس پنځمه برخه جوړوي.

د حوثي ډلې مشر عبدالمالک حوثي د کودتا له بریا وروسته په خپلو څرګندونو کې وویل، چې د دوی ارمانونه او هیلې پولې نه پېژني او خپلې مبارزې ته به ادامه ورکوي.

پر حوثیانو تور دی، چې ایران یې تر شا ولاړ دی او پوځي ملاتړ یې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x