کندز: د بهرنیو ځواکونو یو موټر زیانمن او یو عسکر ټپي شو
نن ټکی آسیا: په کندز ولایت کې د ایساف رسنیز مرکز رسنیو ته ویلي چي نن سهار د یو ماین چاودني پيښه کې ددوی یو موټر زیانمن او یو تن عسکر ټپي شوی دی.
هغوی زیاته کړې چي چاودنه نن سهار به سیمه ایز وخت د نهه بجو په شا او خوا کې د کندز ولایت د مرکزي ښار اړوند زرخرید په سیمه کې ددوی پر یوه موټر را منځته شول، چي له کبله يې یو تن عسکر ټپي او موټر زیانمن شو.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلی.