د امريکا اصلي واکمن څوک دی؛ اوباما، که اسراييلي مشران؟

د امريکا اصلي واکمن څوک دی؛ اوباما، که اسراييلي مشران؟

ليکوال: دکتور عبدالحی لزوم

ژباړن: احمد جرس

د ۲۰۰۱م کال اکتوبر کې چې ايريل شارون د غزې لويديزه تراډه ونيوه او د غزې هوايي ډګر يې ونړاو، نو شارون د شمعون پيريز له قوله وويل: «هر ځل، چې موږ کوم ګام اخلو، نو ته ما ته وايې، چې امريکا به خوا بدې شي، دا به وکړي او هغه به وکړي، مګر زه درته يوه خبره په زغرده وايم، چې د امريکا له فشارونو مه وېرېږه، موږ يهودي ملت پر امريکا واکمن يو او امريکايان هم پر دې خبره پوهيږي.»

په دې تېرو شپږو کالو کې د بارک اوباما او اسراييلي صدر اعظم نيتنياهو تر منځ ستونزې او مخالفتونه ډېر شوي او نيتنياهو، نه يوازې، دا چې په خپلو دوو اړخيزو اړيکو کې، بلکې د امريکا په بهرني سياست او په ځانګړې توګه د منځني ختيځ او ايران په اړه پر امريکا سخت فشار راوړي او داسې ښيي، چې د امريکا اصلي ولسمشر اوباما نه، بلکې بنيامين نيتنياهو دی، مګر امريکايي صهيوني رسنۍ بيا پر نيتنياهو نيوکې کوي، چې دی بايد داسې څرګندونې ونه کړي، چې د امريکايي ولسمشر حيثيت ته زيان واړوي او امريکايي ولس ته اندېښنې پيدا کړي.

د ساري په توګه نيويارک ټايمز ورځپاڼې پر نيتنياهو نيوکه کړې، چې د نوموړي تعامل امريکايي ولس ته دا اندېښنې پيدا کوي، چې هغه پټ لاسونه کوم دي، چې د پردي دولت يو صدر اعظم راځي او د دوی ولسمشر سره د امريکا د بهرنۍ او کورنۍ پاليسي په اړه ډغرې وهي او خپله خبره پرې مني.

نيويارک ټايمز زياتوي، چې دا کار د هغو پټو يهودي کړيو په ګټه نه دی، چې امريکا او نورې نړۍ کې د اسراييلو لپاره دندې ترسره کوي او له نتنياهو يې غوښتي، چې د امريکا کانګريس ته د وينا لپاره را نه شي.

د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر په خپلو يادښتونو کې ۱۹۷۳م کال کې اسراييلو ته د خپل سفر په اړه ليکلي، چې هغه مهال نوموړی د جورجيا ايالت والي و او واشنګټن کې د اسراييلو سفير اسحاق رابين په بلنه اسراييلو ته ولاړ.

هغه مهال دا خبره يقيني وه، چې جيمي کارټر د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د ديموکرات ګوند غښتلی نوماند دی.

اسراييلو ته د نوموړي سفر د ولسمشرۍ د شفاهي امتحان په معنا و، چې اسراييلو له ده اخيسته. کارټر د فلسطينيانو له ستونزو او کړاوونو خبر و، چې اسراييلي ښکېلاک له خپلو کورونو او پټيو شړلي و او د کارټر په وينا فلسطينيان د هغو سرو هندوانو په څېر و، چې د امريکا له ګڼو سيمو په زوره شړل شوي وو، مګر کله چې کارټر له اسراييلو را وګرځيده، نو په خپلو خبرو کې يې وويل، چې اسراييل د سيمې يو قوي دولت دی او د ګردې سيمې لپاره د عدل او ورورګلوۍ هوډ لري او اسراييل بايد له يهودي تعليماتو سره سم خپل «يهودي دولت» جوړ کړي.

هغه مهال کارټر په خپل امتحان کې بريالی شو او ډېر ژر سپينې ماڼۍ ته ورسيد، مګر کله چې کارټر ولسمشر شو، په دې خبره يې سر خلاص شو، چې اسراييل سيمه کې امنيت نه غواړي او دا يې هم نه شو کولای، چې پر اسراييلو د کام ډيويډ تړون ومني.

کارټر په خپلو يادښتونو کې ليکلي، چې دا ډېره ستونزمنه، بلکې ناشونې ده، چې عربي هېوادونه او امريکا پر اسراييلو هغه څه ومني، چې د اسراييلو خوښ نه وي، په ځانګړې توګه د القدس ختيځ، لويديزه تراډه، د فلسطينيانو بشري حقونه او هغه عربي سيمې، چې اسراييلو اشغال کړي دي.

د کارټر د څرګندونو له مخې د امريکا ولسمشران او نور نړيوال، چې اسراييلو سره د سولې او روغې جوړې د وهم په لټه کې دي، ولې ځمکني حقايق نه ګوري؟

« American Israel Public Affairs Committee » اپيک د امريکا او اسراييلو د عامه اړيکو ګډې کميټې ته د کارټر دا وينا، که اسراييل په خپل سياست کې مثبت بدلون راولي، نو فلسطين سره يې سوله شونې ده، يو ستره تېروتنه وه او اوس هم ګڼ عربي او نړيوال هېوادونه په دې تمه دي، چې د دومره ستونزو او اسراييلي ناغېړيو سربېره هم اسراييلو سره سوله شونې ده.

د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارټر ستونزه په ګردو امريکايي ولمسشرانو کې ده؛ ځکه چې په ګرده نړۍ کې امريکا د اسراييلو تر ټولو قوي ملاتړی هېواد دی او د نړيوال هوډ پر وړاندې امريکا غواړي، چې د اسراييلو يهودي دولت ته يوه سياسي لمن ورواغوندd او د همدې مرستې او ملاتړ لپاره يې ۱۹۷۳م کال راهيسې ۴۲ ځل د فلسطين پر ضد امنيت شورا کې د ويټو رايه کارولې ده.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې د جيمي کارټر د کتاب او معلوماتو په اړه سترګې داسې پټې کړي، لکه بيخي چې دا کتاب چاپ شوی نه وي؛ ځکه چې دې کتاب کې داسې معلومات او حقايق دي، چې د نيويارک ټايمز او اسراييلو خوښ نه دي او له همدې امله نيويارک ټايمز د کتاب د خپرېدو په اړه هيڅ ونه ويل او نه يې د کتاب د چاپ اعلانونه خپاره کړل.

کله چې د کارټر کتاب پنځه اونۍ پرله پسې د کتاب پلورنې نړيوال ريکارډ جوړ کړ، نو نيويارک ټايمز د کارټر د يو پخواني مامور له قوله د کتاب په اړه منفي پروپاګند پيل کړل.

د نيويارک ټايمز د پروپاګند او تورونو په اړه جيمي کارټر په لاس اينجلس ټايمز کې يوه مقاله خپره کړه او د ليکنې په يوه برخه کې راغلي: «له تېرو دېرش څلويښتو کالو راهيسې، چې هر سياسي شخصيت، يا د کانګريس غړی د اسراييلو او فلسطين تر منځ د برابري او مساوات د سياست خبره کوي، د فلسطينيانو د بشري حقونو غوښتنه کوي، يا د نړيوال قانون له مخې د فلسطينانو د دفاع حق قانوني بولي، نو دا کار د دوی لپاره د سياسي ځانوژنې په معنا دی.»

له همدې امله دغه پخوانی امريکايي ولسمشر د يهوديت په دښمنۍ تورن شوی، بلکې بد تور لا دا پرې لګيدلی، چې دی د نازيانو پلوی او خواخوږی دی.

د کارټر څرګندونې د ځينو اسراييلو سوله خوښو له څرګندونو ډېر کمزورې دي، مګر بيا هم دی د يهوديت په دښمنۍ تورن شوی دی.

د سولې اسراييلي فعال يوسي ساريد په خپله يوه مقاله کې وايي، چې د اسراييلو او فلسطينيانو اوسنۍ اړيکې د يو توکميز چلند له مخې روانې دي او خلک بايد حقيقت پټ نه کړي، بلکې حقيقت څرګند کړي.

د اسراييلو پخواني لومړي وزير ايهود اولمرټ هم په خپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي، چې که حالات همداسې روان وي، نو په راتلونکي وخت کې به د يهودانو دا ديموکرات نظام ويجاړ شي.

امريکايي ژورناليست مايلک سينګ د کانګريس د يو لوړپوړي مامور له قوله وايي، چې د کانګريس له نيمې زيات غړي «۲۵۰-۳۰۰» غړي د اسراييلو پلويان دي او امريکا او اسراييلو د اړيکو پخوانی مسؤول سټفين روزين، چې اسراييلو ته د امريکا د ملي ګټو د پټو رازونو د لېږلو له امله تورن دی د «نيويارکر» ورځپاڼې خبريال جيفري ګولډ بيرګ ته په ډېر ډاډ وويل، چې دی کولای شي، چې هر وخت وغواړي، د اسراييلو لپاره د امريکايي سناتورانو رايې په اسانۍ را خپلې کړي.

اوس همدا امريکا ځان د اسراييلو او فلسطين تر منځ منځګړی بولي او پر فلسطيني واکمن محمود عباس ملنډې وهي، چې دوی به د ازاد فلسطين لپاره خپلې مرستې کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د