افغانستاننن په انځورونو کي

دا انځور د چا دی؟ د شینوارو د بولۍ که د شهیدې کورنۍ د یواځېنۍ پاتې شونې؟!

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): په انترنیتي وېبپاڼو او په ځينو تلویزوني کانالونو کې پخوا او اوس یو ځل بیا یو انځور بیا بیا خپریږي، چې ګواکې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ کې انجونې او ښځې خرڅول کیږي.

که څه هم ګڼ افغان دغه کار د ځېنو غرضي رسنیو لخوا بولي؛ خو د نورو سیمو په اوسېدونکو کې یې زیات شمېر خلک د شینوارو او د ننګرهاري ولس په اړه شکمن کړي.

کوم انځور چې په رسنیو کې خپور شوی، په اړه یې د نن ټکی اسیا همکارانو ډیرې څېړنی وکړې، د شینوارو د ولسي خلکو سره یې تلیفوني اړیکې ونیولې او ددغو عکسونو په اړه يې ترې وپوښتل. هغوی له دغه عکسه سکوټ منکر شول او ویل یې چې په شینوارو کې قطعا نه دا کار کیږي او نه هم دغه سیمه په شینوارو کې شته ده.

یاد همکاران بالاخره وتوانېدل، چې ددغو انځورونو ريښه ومومي او اصلي حقیقت معلوم کړي.

دغه او ځینې نور عکسونه د رویټرز خبریال اخېستي او د جرمني شپیګل ورځپاڼې د ۲۰۱۱ز کال د مۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه خپاره کړي دي.

عکس د هېواد د شمال ولایت تخار د یوې انجلۍ دی، هلته چې ناټو یرغلګرو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د تخار په تالقان کې د شپې مهال په ملکي وګړو عملیات وکړل، ۱۱ ملکي وګړي یې شهیدان او تر ۸۰ زیات يې ټپیان کړل.

دغه انځور کې ملکي وګړو هغه انجلۍ چې بهرنیو یرغلګرو ځواکونو یې د کورنۍ ټول غړي په شهادت رسولي، پورته درولې او په غبرګون کې یې لاریون کوي.

د لاریون نور عکسونه هم ښيي چې پاریدلي افغانان د امریکا او ناټو پر ضد شعارونه ورکوي.

د ننګرهار اوسېدونکي وايي، هغه رسنۍ چې دغه ډول عکسونه له کومې څېړنې پرته خپروي، یو قوم ته یې منسوبوي، باید بخښنه وغواړي او که بخښنه نه غواړي نو ښايي د ولس له جدي چلند سره مخامخ شي.

عکس د هېواد د شمال ولایت تخار د یوې انجلۍ دی، هلته چې ناټو یرغلګرو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د تخار په تالقان کې د شپې مهال په ملکي وګړو عملیات وکړل، ۱۱ ملکي وګړي یې شهیدان او تر ۸۰ زیات يې ټپیان کړل.
عکس د هېواد د شمال ولایت تخار د یوې انجلۍ دی، هلته چې ناټو یرغلګرو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په مرسته د تخار په تالقان کې د شپې مهال په ملکي وګړو عملیات وکړل، ۱۱ ملکي وګړي یې شهیدان او تر ۸۰ زیات يې ټپیان کړل.

ددغه لاریون څو نور انځورونه:

image-216025-galleryV9-abcd
ولسي وګړي د ۱۱ شهیدانو جنازې قبرونو ته وړي.
image-216039-galleryV9-eibv
د امریکا او ناټو ځواکونو پر ضد د لاریون یوه برخه
image-216046-galleryV9-yech
د بهرنیو یرغلګرو ځواکونو پر ډزو ټپي شوي ځوانان

د انځورونو سرچینه:

http://www.spiegel.de/fotostrecke/photo-gallery-deadly-riot-in-taloqan-fotostrecke-68207-3.html

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

بلکل دا تخار کښی د مظلومی انجلی تصویر دی چی پخوا خو داسی یو ډرامه وه چی خلکو به ویل چل دغه انجلی خرڅوی ښه شوه چی اوس پوره پوه شوم چی اصلی واقعه څه ده ډیره مننه د نن. اسیا پآڼی نه

ابوزبير

ننګرهاريان بايد له داسې مغرضه کړيو څخه جدي پوښتنه وکړي

mohammad mukhtar

د نن ټکی اسیا نه په مننې سره چې ډير مغلقو پېښو څېړنه کوي او په اخر کې که مو زما دا پيغام نشر نه کړ نو زه به بیا خپل ژوند کې هم هم نن ټکی اسیا ونه ګورم، حتما حتما نشر کړئ زما پیغام.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x