افغانستان

روس نه غواړي چي د ناټو د وتلو وروسته په افغانستان کي دایمي اډي پاته شي

نن ټکی آسیا: د روسيې وزیر خارجه سیرجي لافروف ویلی چي روسیا په افغانستان کې د امریکايي دایمي اډو سره مخالفت لري.

او زیاته کړې چي کله امریکایان د افغانستان څخه وزي، نو باید په افغانستان کې خپلي اډي په یوه او بله بهانه پرې نه ږدي، دا خبري هغه د په موسکو کې تیره ورځ د فرنسوي وزیر خارجه سره په یوه ګډه غونډه کي وکړې.

هغه زیاته کړه چي روس توقع لري چي د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو په پروګرامونو به نړیواله امنیتي شوری خبريږي، او مونږ د هغه په انتظار یو، ځکه ناټو د امنیتي شوری په اجازه په افغانستان کي میشت دي، او باید د وتلو په اړه هم لومړی امنیتي شوری خبرداري ولري، او چي په کومو حالاتو کي دوی د افغانستان څخه وزي، هغه هم باید واضح کړي او دا چي افغانستان نور دغه ځواکونو ته ضرورت نه لري.

هغه نور وویل: چي روس پر دې خبره په مکمله توګه اتفاق لري، چي په افغانستان کې د ناټو ځواکونه د موقت وخت لپاره میشت دي، مګر مونږ پوهیدل غواړو چي نړیوال ځواکونو د افغانستان څخه ووزي نو افغاني ځواکونو له خوا به د امنیت د ساتني استعداد څومره وي.

لارفروف زیاته کړه چي روس غواړي بهرني ځواکونه د افغانستان څخه په خپل وخت ووزي، او باید د هغه وروسته په افغانستان کې دغه ځواکونه په نور دلایلو او بهانو پاته نه سي.. هغه وویل: مونږ په دغه سي پلانونو خبر لرو، او مونږ يې د امریکا سره په خبرو کي هم یادوو، خو باید دغه سي پلانونه زمونږ سره د خبرو پرته پرمختګ ونه کړي، باید هرڅه مخامخ او واضح وي.

هغه وویل چي روس د ناټو د هیوادونو سره د افغاني ځواکونو په روزنه کي پوره برخه اخلي..

هغه د ناټو د هیوادونو څخه غوښتنه وکړه چي د افغانستان څخه د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوني کي ورسره مرسته وکړي، او که دوی په دې اړه مرسته ونه کړي نو دا به ددواړو طرفونو د اړیکو پر پرمختګ ښه اغیز ونه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x