ورزش

زیمبابووي د سریلانکا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د زیمبابووي او سریلانکا ته منځ یو ورځنۍ تمریناتي لوبه د زیمبابووي په بریا پیای ته ورسیده. دغه لوبه کې زیمبابووي د سریلانکا لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

سریلانکايي لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. سریلانکايي لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۷۹ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره کروناراتنې په ۷۱ توپونو ۵۸، مینډس په ۵۱ توپونو ۵۱، جېوردنې په ۳۳ توپونو ۳۰ او تریمانې په ۳۹ توپونو ۳۰ منډې جوړې کړې.

د زیمبابووي لپاره ویلیمز خپل ۱۰ اورونو کې ۳۵ منډې ورکولو سره درې ویکټې واخیستې او خپلې لوبډلې ته تر ټولو غوره توپ اچوونکی ثابت شو.

سریلانکايي توپ اچوونکي د زیمبابووي لوبډلې توپ وهونکو په وړاندې پاتې راغلل. زیمبابووي لوبډلې توپ وهونکي په ۴۵.۲ اورونو کې یوازې درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ټاکل شوی هدف پوره کړ.

د زیمبابووي لپاره ټېلر په ۶۸ توپونو ۶۳ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې مسکدزا په ۱۱۹ توپونو ۱۱۷ او ویلیمز په ۴۶ توپونو ۵۱ منډې جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x