افغانستان

د جلال اباد – کابل پر لویه لاره بلي ترافیکي پيښه درنه مرګ ژوبله واړوله

bas_accedent_zakhmianنن ټکی آسیا: د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په یوه بله ترافیکي پيښه کې ۳ تنه مړه او ۲۸ نور ټپیان شول.

د ننګرهار ولایت د عامي روغتیا د روغتون مشر سیف الرحمن ابراهیم خیل رسینو ته ویلي چي نن ماسپښين ناوخته د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د سپرلیو دوه موټر سره وجنګیدل، چي له کبله يې ۳ تنه مړي او ۲۸ ټپيان روغتون را رسول شوي دي، چي د ځینو ټپونه يې سرسرکي وه، او د لومړی درملني وروسته کورونو ته استول شوي.

باید وویل شي چي نن ورځ دا دوهمه ترافیکي پيښه ده، چي پر دغه لاره را منځته کیږي، په لومړی پيښه کې هم څلور تنه مړه او نیژدې دیرش تنه ټپيان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x