
۱۰۰موټرو تر منځ ټکر، ۲ وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د جنوبي کوریا په انچوین ښار کې شاوخوا ۱۰۰ موټرو تر منځ ټکر کې لږ تر لږ ۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
ین هیپ خبري اژانس د راپور پر اساس دغه ټکرونه نن د نړیوال هوايي ډګر ته څېرمه په یوه پول وشو.
اژانس زیاتوي چې په ټکر کې ۴۲ کسان ټپیان شوي چې له منځه یې د ۸ حالت د انديښنې وړ دی.
پولیس وايي چې لومړني معلومات ښيي چې د خراب موسم له کبله «هغه مهال چې وريځې ځمکې ته راکوزې شي» یو بس مخکې موټر سره ټکر شو، چې تر هغې وروسته را روان موټر یو په بل پسې ټکر شول.
ایسوشیټډ پریس خبري اژانس وايي چې مرستندویه ټیمونه ډير وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل او تر ډيره وخته یې ونشو کولای چې لاره خلاصه کړي.
د دوی د راپور پر اساس پېښه د خراب موسم او د وريځو د ښکته کېدو له کبله وشوه او له همدې کبله مرستندویه ټیمونه ژر د پېښې ځای ته ونه رسېدل.
د وریځو د راښکته کېدو له کبله لاره په سمه توګه نه ښکاري او له همدې کبله په دغه وخت کې زیات ټکرونو خبر ورکول کیږي.