چرچل او هرقل…..د یوه کردار اعاده؟

لیکوال: جابر نعماني

د چرچل مشرانو له دې وړاندي هم اسلام ته رغبت ښکاره کړی وو، لاکن د سیاست په قیمت نه! دوی ویل د اسلام منلو ته مو زړه غواړي که چیرته د منصب او بادشاهت قرباني نه وای پکښې.

صحیح بخاري کي راځي: کله چي د روم شهنشاه هرقل ته رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د اسلام دعوت ورکړ، نو هرقل د دربار ټولي دروازي بندي کړي، او خپل درباریان يې راوغوښتل، او د نبي صلی الله علیه وسلم له لوري د اسلام د دعوت خبره يې ورسره شریکه کړل، څرنګه چي درباریانو ردعمل وښود، نو هرقل سمدستي بدل شو، د بخاري په الفاظو: (کله چي هرقل د هغوی تنفر ولید، او د هغوی له ایمان راوړلو ناهیلی شو، نو ویویل: هغوی ماته بیرته راولی، او زیاته یې کړه: ما چي اوس له تاسو سره کومه خبره وکړل، ما غوښتل ستاسو د ایمان کچه معلومه کړم، چي خپل دین ته وفادار یاست او که یا؟ او ما ته معلومه شول، نو بیا درباریان هرقل ته پر سجده شول او له هغه څخه خوښ شول) دا هغه هرقل دی چي بیا وروسته چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په قتل پسي راووت، او د هغه په ځواب کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک فوځي عملیات تیار کړل، البته پر عین موقع باندي هرقل د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخه ونشوای کولای، او تښتید.

طبقات ابن سعد او نورو کتابونو کي راځي: عیسائي مقوقس، د مصر شاه د نبی صلی الله علیه وسلم د نوم مبارک په لوستلو ویلي  وو چي هغه د خپل وخت نبي وبيژاند، لاکن یواځي په یو څو تحایفو لیږلو يې اکتفاء وکړل، په دې اړه نبي علیه السلام وفرمایل: ضَنَّ الخَبِیۡثُ بِمُلۡکِہٖ ، دې ناپاک ته خپله بادشاهي ګرانه شول.

څه داسي قیصه د ونسټن چرچل هم ده، د چا په اړه چي ایله اوس څه اسناد په لاس راغلي دي.
لاندي مضمون د یوه برطانوي اخبار دي.
Winston Churchill and the Islamic World: Orientalism, Empire and Diplomacy in the Middle East  د لیکلو پر وخت د کیمبرج پوهنتون د یوه تاریخ پوه ډاکټر وارن ډوکټر او د لندن ميیر بوریس جانسن ته اوس اوس په یوه خط کي معلومه شويده چي د ونسټن چرچل میرمن  د هغه په اسلام راوړلو ټینګه خوا بده وه، او دهغي پوره کوښښ وو تر څو چرچل له خپلي دغي غوښتني تیر شي، چرچل په دویم نړیوال جنګ کي د برطانيي وزیر اعظم وو، او بری همده ورته راووړ، او د هغه په اسلام او اسلامي کلتور کي مینه دومره زیاته شوي وه چي حتي هغوی وګواښل شول چي له اسلام راوړولو به ډډه کوی.

د چرچل د ورینداري په لاس لیکل شوی خط کي لیکل شوي دي: د مهربانی له مخي د اسلام قبلولو فیصله مه کوه، ماته ستا دننه د مشرقيانو طور او طریقی او هغوی ته رغبت ډير محسوس شویدی، زما مشوره درته دا ده چي په دې معامله کي جذباتي کیږه مه.
له اینډپینډینټ سره په مرکه کي د ډوکټر اویل: چرچل بالعموم په هیڅ مذهب باندي باور نه لاره، له همدي امله يې شاید په سنجیدګي د اسلام په قبلولو باندي فکر نه وي کړي، لیکن له دي خبري انکار نشي کیدای چي د نورو وکټورینز په څیر هغه د اسلامي تهذیب او تمدن څخه کلک متأثر وو.
چرچل ته په سوډان کي د اسلامي معاشري د لیدلو موقع وه، کله چي هغه په برطانوي فوځ کي تعینات شو، په ۱۹۰۷ کي لیډ لیټن ته په یوه خط کي چرچل لیکلي وه: د باشا اوریدلو خواهش می اکثر په زړه را وریږي. باشا د عثماني خلافت په وخت کي یو اعزازي خطاب وو، بالکل کله په برطانیه کي چي (سر) یو اعزازي خطاب وي.
په نجي محافلو کي د چرچل د خوښي لباسونه اکثر عربي وه، او هغه به اکثر د خپل یوه شاعر ملګري ولفریډ بلنټ سره یو ځای په عربي لباس کي ترسترګو کیدی، او د چرچل میرمن به د هغه د ملګري سره پر ملاقات سره سخته خواشیني کیده، د چرچل میرمن ګمان وو چي چرچل د هغه د ملګري له امله مذهب ته راغب کیږي.

په ۱۹۴۰ کال د جرمني سره د جګړي پر مهال چرچل د مسلمانانو ملکونو د زړونو ګټلو په خاطر یو لک پاونډه پیسي په لندن کي د لوی مسجد د جوړولو لپاره مختص کړي،  او ملګرو ملکونو له لوري ښه وستایل شو.

له بعضو لیکنو دا هم معلومیږي چي د چرچل په فکر کي د اسلام په اړه سوالونه او شبهات موجود وه، او هغه کله کله د خپلو اعتراضاتو اظهار هم کاوو، لاکن دا هم حقیقت ده چي چرچل په ډيرو مواضعو کي اسلام د مذهب په طور، او مسلمانان د افرادو په طور خوښول، او تل به یې ویل چي اسلام کوم پاته مذهب نه دی، بلکه په دې مذهب کي د فرد خپلي خوا ته د مائل کولو فطري صلاحیت شته، او په اتمه درجه موجود دي، ګویا چي د برطانوي استعمار هرقل هم د دې منلو ته اړشو چي د محمد صلی الله علیه وسلم  دین د عقلونو تر ټولو تشفي دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د