ملګري ملتونه: طالبان خپل لګښتونه له کانونو پوره کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د ملګرو ملتونو د کارپوهانو لخوا د امنیت شورا ته ورکړل شوی راپور وايي چې طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر نفوذ او واک لاندې دي، د کانونو څخه یې خپل لګښتونه پوره کوي.

راپور زیاته کړې چې طالبان خپل لګښتونه د کوکنارو د کښت او قاچاق، په افغاني شرکتونو کې د پانګې اچونې، د دولتي کمپنیو څخه باج اخېستل او د کانونو راویستلو څخه پوره کوي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور کې راغلي چې طالبانو د هېواد په جنوب ولایت هلمند کې چې د «سنګ مرمر» یا د مرمر ډبرو څخه غني دی، د محصولاتو د اخېستلو د لارې ډيرې پیسې لاسته راوړي.

همدا راز د هېواد په شمال بدخشان کې له هغو کسانو چې لاجورد قیمتي کاڼي راوباسي، طالبان ترې کلني یو میلیون ډالر محصول اخلي.

ددې سربېره طالبان په کلني ډول له ۲۴۰ تر ۳۶۰ زرو ډالرو پورې له هغو لاریو او موټرو چې دغه ډبرې انتقالوي، کلنی محصول اخلي.

ددغه راپور پر اساس طالبان د جګدلک د کان د امنیت د تامینولو په بدل کې د دغه ستر کان ۱۵ سلنه عاید چې تقریبا ۱۶ میلیونه ډالر کیږي، کلنی محصول اخلي.

د دغه راپور شمېرې ښيي چې طالبان د پکتیکا د کرومیت د کان دوه پر درې برخه محصول اخلي چې نېږدې هر کال ۲۰ میلیونه ډالر کیږي.

داسې هم ویل کیږي چې طالبان د کانونو څخه د محصولاتو اخېستلو له لارې خپل ټول لګښتونه پوره کوي.

په عین حال کې د ننګرهار ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ خلک وايي چې ددغه ولسوالۍ په ځينو سیمو کې خلک د شوکاڼي یا سوبلۍ په نوم تيږي راوباسي.

دغه غرونه چې د قومونو تر منځ ویشل شوي او اصلا د بیت المال ملکیت ګڼل کیږي، طالبان ترې محصول اخلي.

د شیرزادو د سیمې اوسیدونکي وايي چې طالبان د هرې لارۍ څخه چې ددغه غر څخه تیږه وړي ۲۸ زره کلدارې محصول او دولت بیا ۳۲زره کلدارې محصول اخلي.

دوی اټکلا ویلي چې د شیرزادو له غر څخه هره ورځ لسګونه لارۍ باریږي.

طالبانو ته نېږدې سرچېنې وايي چې طالبان کانونو ته ځانګړی کمېسیون لري او د هېواد په لر و بر کې خپل استازي لري.

دوی وايي چې طالبان له ټولو هغو خلکو څخه چې کانونه وباسي، طالبان ترې محصول اخلي او د دوی د بیت المال په بودیجه کې اچول کیږي چې د خپلې نظامي، فرهنګي، سیاسي او نورې چارې پرې سرته رسوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عزیز
میلمه

سلام: د ملکرملتونو راپور بیخی صحی ده ، طالبان خپل مالی لکښتونه د پاکستان ، ایران ،اود چین په عیری مستقیم ملاتړ او په افغانستان کی د مواد مخدر او د شرکتونو څخه د باج په اخیتلو پوره کوی ، دوی ټولو مخابراتی کمپنیو څخه د کال زیات عواید اخلی ،