افغانستان

د بدخشان مرستیال والي: د بدخشان په شپږو ولسواليو د طالبانو واکمني ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د بدخشان چارواکي وايي چې د دې ولایت په شپږو ولسوالیو کې د طالبانو واکمني ده.

د بدخشان د سرپرست والي مرستیال ګل محمد بیدار وايي چې په دې ولایت کې طالبان ورځ تر بلې د زور موندنې په حال کې دي او په خبره يې دم ګړۍ په شپږو ولسوالیو کې پراخ نفوذ لري.

د بدخشان مرستیال وايي چې په طالبانو کې بهرنيان هم لیدل شوي دي، چې په خبره داخلي طالبانو ته د بم جوړونې او سرتېرو بریدونو روزنه ورکوي.

د بدخشان د امنیتي مسوولینو په قول په دې ولایت کې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره تر شل ځلې هم ډېر عملیات شوي دي، خو تاثیر يې نه دی کړی.

د بدخشان د امنیه قومنداني ویاند لعل محمد احمدزی وايي چې د روان لمریز کال په شپږو میاشتې کې پنځه ویشت ځلې عملیات شوي دي خو د طالبانو د واکمني لمن يې نه ده ور ټوله کړې.

د مرستیال والي په خبره دوی له هغو له طالبانو سره نشي جنګېدلای، چې له پرمختللیو وسلو سره په کمین کې تیار ناست وي، هغه وايي چې د دوی ځواکونه د طالبانو د کمین له منځه وړلو وس نه لري.

په بدخشان کې د اربکیانو پخوانی قومندان چې اوس د فیض اباد ښاروال دی وايي چې دولت لاسي د طالبانو په وړاندې مقابله نه کوي، په خبره يې له ده سره تیاره ډلګۍ شته، چې د طالبانو مخه ونیسي، خو دولت امر نه ورکوي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د هېواد په شمالي بل ولایت کندوز کې هم سیمه ییزو چارواکو د طالبانو له پراخ نفوذه او بشپړ تیاري اندېښنه ښوودلې او ویلي يې دي چې د لا خونړیو بریدونو لپاره چمتو والی نیسي.

ورسره جوخت په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب کمېټه هم وايي چې د دوی د څېړونو له مخې روان میلادي کال به تر تېر ۲۰۱۴ میلادي کال لا خونړی وي.

په داسې حال کې چې افغان چارواکو او بهرنیو ملاتړو يې په یوه خوله تېر ۲۰۱۴ میلادي کال د افغان عسکرو او د هغوی د بهرنیو دوستاننو لپاره بې نمونې خونړی کال بللی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x