له امریکا وروسته برتانیې هم په یمن کې خپل سفارت وتړلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): برتانوي چارواکو تر امریکا وروسته د یمن په صنعاء کې د خپل سفارت تړلو اعلان وکړ.

هغه خبرپاڼه چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې، د منځني ختیځ د چارو وزیر توبیاس الوود په یمن کې په شتو برتانوي اتباعو ټينګار کړی چې ژر تر ژره دغه هېواد پریږدي.

خبرپاڼې زیاته کړې چې د تېرو څو ورځو راهیسې ددغه هېواد حالات سم نه دي او د دوی سفارت ته په دغه هېواد کې ډير خطر دی. «له همدې امله مو د موقت وخت لپاره خپل دیپلوماتان راغوښتل او سفارتي کارونه مو تر یوې مودې وځنډول.»

یمن د تېرو څو میاشتو راهیسې ناقراره دی او هغه مهال د یمن حالات نور هم لا کړکېچن شول چې د شیعه‌ګانو ګوند حوثیانو پلازمېنه صنعاء ونیول او حکومت یې ړنګ کړ.

په یمن کې د نوې بحران زیږونکې ټوپکسالاره –حوث- قبیله د یزیدي شیعه ګانو خاښ او د دغه ۲۵ میلونه وګړي لرونکي هیواد د نفوس پنځمه برخه جوړوي.

پر حوثیانو تور دی، چې امریکا او ایران یې تر شا ولاړ دی او پوځي ملاتړ یې کوي.

لوبیاس الوود همدا راز ویلي چې په یمن کې د دوی سفیره جین ماریوټ نن سهار د یو شمېر دیپلوماتانو سره یمن پريښی دی.

دا په داسې حال کې چې پرون د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یمن کې د سیاسي کړکېچ او امنیتي ستونزو له کبله د خپل سفارت تړلو اعلان وکړ.

امریکايي مقاماتو رویټرز خبري اژانس ته همداراز ویلي، چې د دوی سفیر او ورسره ديپلوماتان به د چهارشنبې په ورځ له صنعا نه امریکا ته ستون شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د