افغانستان

خوست: دوو پر لپسې چاودنو د کمپاینو عسکرو ته مرګ ژوبله واړوله

blast_in_kabulنن ټکی آسیا: د خوست په مرکز کې د کمپاین پر ځواکونو باندي دوه پر لپسې چاودني وشولې.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي نن سهار وختي د مرکز اړوند د مردي خیل په سیمه کې د کمپاین پر ځواکونو باندي دوې پر لپسې چاودني وشولې.

هغوی زیاته کړې چي لومړی چاودنه په ځمکي کي دښخ کړه شویو چاودېدونکو په واسطه ترسره شول،

او کله چي نور امنیتي چارواکي د چاودني ځای ته ورغله، دوهمه چاودنه پر وشوله، د دوهمي چاودنې توکي په یو درخته کې ځای پر ځای شوي وه.

خو امنیتي چارواکو سیمه دستي محاصره کړه او هوايي ډزي يې پيل کړې، خو شپږ تنه زخمیان لیدل شوي چي د پيښي د ځایه څخه لیږدول کیدل.

د خوست د عامی روغتیا رئیس ډاکټر هدایت الله حمیدي رسنیو ته ویلي چي روغتون ته د پيښي د ځایه څخه د یوه تن مړی وروړل شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښي پړه پر غاړه اخیستی او زیاته کړې چي په چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او یو شمېر نور ټپيان شول.

تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه کوم معلومات نه دی خپاره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x