نړۍ

فلسطين سويډن کې خپل سفارت پرانيست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): اروپايي هېوادنو کې سويډن لومړی هېواد دی، چې د فلسطين ازاد دولت يې په رسميت پيژندلی او فلسطين نن په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانيست.

د فلسطين ولسمشر محمود عباس نن د سويډن پلازمېنه سټاک هوم کې د خپل هېواد سفارت پرانيست.

محمود عباس سټاک هوم د خپل هېواد سفارت د پرانستې پر مهال وويل، چې سويډن کې د دوی سفارت پرانسته د سولې پر لور يو نوی ګام دی او له نورو هېوادونو يې هم وغوښتل، چې د فلسطين ازاد دولت په رسميت وپيژني.

د تېر کال اکتوبر مياشت راهيسې، چې سويډن فلسطيني دولت په رسميت پيژندلی، د اسراييلو او سويډن اړيکې سره ترينګلې شوي او اسراييلو له سويډن څخه د لڼد وخت لپاره خپل سفير ورغوښتی و او تېرې جنوري مياشت کې د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير هم سويډن ته خپل سفر لغوه کړی و.

د سويډن لومړي وزير سټيفن ليوفن وايي، چې فلسطين يو ازاد دولت دی او دوی له فلسطيني چارواکو ډېرې هيلې لري او فلسطين سره ښې دوه اړخيزې اړيکې غواړي.

د سويډن لومړي وزير د خپلو خبرو پر مهال فلسطين سره د ۱۰۸ ميليونه ډالرو مرستو اعلان هم وکړ.

د يادونې وړ ده، چې د ختيزې اروپا په ګډون د نړۍ ۱۳۵ هېوادونو فلسطين دولت په رسميت پيژندلی او هغه مهال د ختيزې اروپا هېوادونه په اروپايي اتحاد کې نه و شامل.

د لويديزې اروپا او امريکا په ګډون د نړۍ ګډون ګڼو هېوادونو لا هم د فلسطين دولت په رسميت نه دی پيژندلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x