
د دوه کښتیو اوښتو ۲۰۰ کسان وژلي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): نړیوال بشري سازمانونه وايي چې د ایټاليې ساحلونو سره نېږدې په سپینه بحیره کې د دوه کښتیو ډوبیدو له کبله شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او ۹ کسان ژغورل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان د ایټاليې څانګې ویاندې کارلوټاسامي ویلي چې ۹ ژغورل شوي کسان د ایټاليې لامبیدوزا جزیرې ته تر ۴ ورځو رووسته رسیدلي او روغتیايي حالت یې هم ښه دی. نوموړې همدا راز ویلي چې ۲۰۳ نور کسان د بحر څپو خوړلي دي.
د ملګرو ملتونو سرچېنې وايي چې ۹ ژغورل شوي کسان فرانسوي ژبه غږیږي او ښکاري چې د لویدیزې افریقا د هېوادونو څخه دي.
د کډوالو نړیوال سازمان د معلوماتو پر اساس دغو کسانو د شنبې په ورځ د لیبیا د ساحلونو څخه را روان شوي وو او هرې کښتۍ کې شاوخوا ۱۰۰ کسان چې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته تلل، سپاره وو چې د دوشنبې په ورځ په بحر کې ډوب شول.
د یادونې وړ ده چې د دوشنبې په ورځ دې ته ورته یوه پېښه کې ۲۹ کډوال وژل شوي وو.