د جلال اباد – کابل پر لویه لاره په ترافیکي پيښه کې څلور تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي
نن ټکی آسیا: نن غرمه د کابل – جلال اباد پر لویه لاره په یوه ترافیکي پيښه کې څلور تنه مړه او نیژدې ۲۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د تفصیلاتو سره سم دا پيښه نن غرمه په سیمه ایز وخت د یولسو بجو په شاوخوا کي هغه وخت رامنځته شوه کله چي د مسافرو ډک یو کاسټر ډوله موټر چي د کابل څخه د جلال اباد په لور روان وو، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د مشعل کمر په سیمه کې
د مخامخ راتلونکي فلاینګ کوچ سره ټکر سو.
د چارواکو په وینا په دغه پيښه کې ۴ تنه مړه او ۲۸ نور ټپيان شوي دي، چي روغتون ته رسول شوي دي.
ویل کیږي چي په ټپيانو کي ښځي او ماشومان هم سته، چي د ځینو روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.