نړۍ

امریکايي ترهګر د یوې مسلماني کورنۍ درې ځوان غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د امریکا په شمال کیرولینا ایالت کې یو امریکايي ترهګر د یوې کورنۍ ۳ مسلمان غړي وژلي دي.

د انډيپنډينټ ورځپاڼې د راپور پر اساس پولیس د وژل شوو کسانو نومونه ضیاء شادي برکات ۲۳کلن، د نوموړي مېرمن یوسر محمد ۲۱کلنه او خور یې رضا محمد ابو صالحه ۱۹ کلنه ښودلي دي.

دغه پېښه د کیرولینا ایالت د چپیل هیل د سیمې په یوه اپارتمان کې چېرې چې ځوان مسلکي او اکادیمک خلک اوسیږي تېر مازدیګر د امریکا پر وخت شاوخوا یولس بجو او پنځوسو دقیقو رامنځته شوې.

د پېښې قربانیان په اپارتمان کې مړي موندل شوي وو او د اپارتمان نورو اوسیدونکو ویلي چې د پېښې څخه هغه مهال خبر شول چې پولیس سیمې ته را ورسېدل.

امریکايي پولیسو د پېښې په تړاو یو ۴۶کلن شکمن کس نیولی دی چې ویل کیږي «بې دینه یا اتییست» دی او په وروستیو کې يې د فیسبوک له لارې د اسلام مبارک دین ته سپکاوی هم کړی و.

په لویدیځې نړۍ کې د اسلام دین ته سپکاوی د بیان ازادي ګڼل کیږي او څوک پرې نه محاکمه کیږي خو د ځينو دیني احکامو بیانول بیا ترهګري او د قانونه سرغړونه بلل کیږي.

ضیاء برکات او مېرمن یې یوسرمحمد
ضیاء برکات او مېرمن یې یوسرمحمد

د دغو ۳ مسلمانې کورنۍ د غړو وژل کېدل په ټولنیزو رسنیو کې خلک پارولي. زیات شمېر په فیسبوک او ټویټر پاڼو د وژل شوو کسانو سره د خواخوږۍ په پلمه د هغوی انځورونه خپل پروفایل ته پورته کوي او د امریکايي ترهګر دغه اقدام په کلکو ټکو غندي.

ځېنې دغه پېښه د چارلي ابدو پېښې سره پرتله کوي او د اوباما او نورو نړیوالو مشرانو څخه غواړي چې پېښه وغندي.

امریکايي ترهګر چې درې مسلمان ځوانان یې په یوه برید کې ووژل
امریکايي ترهګر چې درې مسلمان ځوانان یې په یوه برید کې ووژل

اوباما او د نړۍ لویدیځو او ځينو اسلامي هېوادونو مشرانو د چارلي ابدو پېښه په کلکو ټکو غندلې وه.

چارلي ابدو مجلې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شان کې توهین کړی و، چې په غبرګون کې د القاعده ډلې ۳ تنو ځوانانو چې دوه یې ورونه و، ددغې مجلې پر دفتر برید وکړ او ۱۲ کارکوونکي یې ووژل.

په ټولنیزو رسنیو کې ځينې کارتونونه هم خپاره شوي چې په کې د وژل شوو درې ځوانو مسلمانانو جسدونه پراته وي او رسنۍ چوپه خولې ولاړې وې او دغې خونړۍ پېښې ته پوښښ نه ورکوي.

د امریکايي ترهګر په لاس د وژل شوی ضیاء برکات د فوټبال او باسکټ بال ښه لوبغاړی و او اوسمهال د کرولینا په پوهنتون کې د غاښونو په ډيپارتمنت کې د دوهم کال محصل و. چې د غزې د مسلمانو ماشومانو سره یې د غاښونو په برخه کې د مرستو لپاره کمپونه لګول.

ضیاء برکات په تېر دسمبر کې له یوسر محمد سره شریک ژوند پیل کړی و.

د برکات ځوانه خور یې د معمارۍ او چاپیریال د نقشو جوړونې په ډيپارتمنت کې نوې شامله شوې وه.

د دغو ۳ ځوانو مسلمانانو وژنې انګیزه په لویدیځ کې د متعصبو مسیحي او لادینو کړیو د مسلمانانو سره تعصب ښودل کیږي.

— Rasha (@rbarghash) February 11, 2015

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x