نیوزیلینډ د سویلي افریقا لوبډلې ته په ۱۳۴ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د سویلي افریقا او نیوزیلینډ لوبډلو تر منځ تمریناتي یو ورځنۍ لوبه د نیوزیلینډ لوبډلې وګټله. دغه لوبه کې سویلي افریقا په ۱۳۴ منډو ماتې وخوړه.

د نیوزیلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. نیوزیلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۳۱ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره توپ اچوونې په برخه کې ویلمسن په ۵۳ توپونو ۶۶، میککلم په ۴۵ توپونو ۵۹ او ټېلر په ۴۸ توپونو ۴۱ منډې جوړې کړې.

سویلي افریقا لپاره فلیندر، ایبټ او پارنېل دوه دوه ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل. فلیندر خپل ۸ اورونو کې ۵۹، ایبټ خپل ۶ اورونو کې ۳۵ او پارنېل خپل ۷ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې.

نننۍ لوبه کې د سویلي افریقا توپ وهوونکي ښه لوبه ونکړه او ټاکل شوي هدف په پوره کولو کې پاتې راغلل. سویلي افریقا ۱۹۷ منډې جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ.

دغه لوبه کې د سویلي افریقا لوبډلې لپاره ډومیني په ۹۸ توپونو ۸۰ او فلیندر په ۸۴ توپونو ۵۷ منډې جوړولو سره غوره توپ وهوونکي ثابت شول.

نیوزیلینډ لوبډلې لپاره بولټ ۵ ویکټې واخیستې او خپل ۹.۲ اورونو کې يي ۵۱ منډې ورکړې. ویټورې او مککلینګان هم دوه دوه ویکټې واخیستې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د