استرالیا د اماراتو لوبډلې ته په ۱۸۸ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د استرالیا او اماراتو لوبډلو تر منځ تمریناتي لوبه د اماراتو په ماتې پای ته ورسیده. استرالیا سیالې لوبډلې ته په ۱۸۸ منډو ماتې ورکړه.

استرالیا د لوبې پچه وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. استرالیا ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۴ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لپاره کلارک په ۶۱ توپونو ۶۴، فېنچ په ۶۸ توپونو ۶۱، سمیت په ۵۱ توپونو ۵۹ او بیلي په ۴۶ توپونو ۴۶ منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې لپاره کریشنا چندران او ناصر عزیز درې درې ویکټې واخیستې. چندرا خپل ۹ اورونو کې ۵۰ او ناصر خپل ۱۰ اورونو کې ۵۶ منډې ورکړې.

اماراتو لوبډلې د ټاکل شوي هدف په تعقیب خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۱۶ منډې جوړې کړې. دغه لوبه کې پټېل په ۴۵ توپونو ۳۱ منډې جوړولو سره د اماراتو لپاره تر ټولو غوره توپ وهوونکی ثابت شو.

د استرالیايي لوبډلې لپاره هذلووډ، کمینس او دوهیرتي دوه دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د