ټول افغانستان کابل ندی!

ليکوال:سردارولي پښتون زوی

زه له کابل سره هيڅ ستونزه نه لرم،خو داخبره مي ډېر زهيروي چي ږموږ ټوله تکيه ولي پر کابل ده؟زموږ هره ټولنه چي جوړه سي ولي يوازي کابلی سي؟!له بده مرغه هر چا چي ږموږ په سيمه کي ښې زده کړي کړي،هغه يې کابل ته تښتولي،چي کومه ټولنيزه ښېګڼه ئې پيدا کړې، هغه ئې د خپلي سيمي په ګټه نه ،بلکي کابل ته يې وړې،له همدې امله زموږ پښتني سيمي خوارېږي او په کابل کي ورکيږي،ږموږ د کندهار محمدزی ئې ډېره ښه بېلګه ده چي اوس ئې نه ژبه،نه ژواک، نه خوی و بوی پښتنو ته ورته دی.

کندهار، زابل، ارزګان، پکتیکا،کنړ، هلمند،غور،فراه،بدخشان او ګڼ نور ولايتونه په کابل کي څنډل کېږي،په دې سره ياد ولايتونه د هري ورهڼي وزي،د بيلګي په ډول پکتیکا يادوم چي له تیرو پنځو کلو راهیسي شاوخوا( څلور زره شپږ سوه او شپږ څلویښت) استاذانو معاش دپوهني له وزارته او ددوی په امضا اخستئ، زه وردګ صاحب او بیا ټول وزارت ته چلینج ورکوم چي ماته دي سل تنه استاذان په ټوله پکتیکا کي حاضر کړي، زه هر ډول جریمې ته حاضر یم.!

همدا اوس د کندهار د وکيلانو څخه يو لا هم په کندهار کي استوګنه نه لري کلي خو لا هلته پرېږده،دا مي لا هم واورېده چي کله پارلماني ټاکنو ته وکيلانوکمپاين کاوئ،نو يو وکيل به سهار کندهار ته رالئ،مازيګر به په اولوتکه کي بيرته کابل ته ځغاستئ،نو زه به دغسي چارواکي څه کړم چي زما سره په ماجت کي نه کښيني،شلمبې نه راسره چيښي،د کلو په ستونزو دي ځان نه خبروي نو د ماڼيو سياست به هم دوني زورور نه وي چي څه ،که کابل زما سره و،نو ټول افغانستان زما سره دی .

زه وام د دې پر ځاي چي خپله سرمايه کابل ته يو سو،خپل قومي علمي او فرهنګي کمالونه په کابل کي  ورک کړو،بايد په خپلو سيمو کي ابتکار وکړو،پيسې بايد هلته ولګوو،فابريکه هلته جوړه کړو،په کابل کي چي تنګ او لړلي کورونه جوړوو،پخپله سيمه کي ولي ښه غټه پخه کلا نه جوړوو؟.

کابل د افغانستان د پراخوالي او کلو په سلنه کي يوه سلنه ځاي لري خو موږ ورته تر نيوي سلنه زياته اړتيا لرو،په افغانستان کي د کليوالو سلنه ۸۵٪،او د ښاريانو دا يوازي ۱۵٪ ده.د همدغه ۸۵٪کليوالو په ماليه،کرونده او خولو  باندي ګټل سوې بوديجه پر وزير اکبرخان مينه و شېرپور و د نوروز پر لمانځلو(۱) باندي لګېږي،تر څو کابلي هلکوان د ښيښو په بيلډينګونو کي ژوند و لري ورستی ماډل موټر،موبايل… ولري.

ما په پښتونخوا کي د ددو نوموتو سياستوالو کورونه ليدلي چي په سياست کي يې پلار ونيکه لا ولاړ وه ،په دوی کي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر کور(۲) لا هم هغسي د پلار وه نيکه په بڼه ولاړ او دی پکښي اوسي ،دوهم کس د مفتي محمود زوی مولانا فضل الرحمن دی چي په ډېره اسماعيل خان کي يې د پلار و نيکه کلا ده چي پکښي ترواوسه لا بدلون ندی راغلئ.

په کلو کي د چارواکو ژوند، په فاتحه، جنازه، اخترونه ، غم وښاديو کي ګډون کليوال هڅوي تر څو د خپل مشر ملا و تړي،نه دا چي په کابل کي دده پر کور د  پنجشيري باډيګارډانو سره دي ږموږ خلګ په ژبه لا نه پوهيږي.

که تاسو کابل ته ولاړ سئ نو فکر به وکړی چې دا هیواد به د نړۍ تر ټولو پرمختللی هیواد وي، د هیواد هر وګړی به خپل کور، موټر او نوري اسانتياوي لري، هر ماشوم به د نړۍ تر ټولو ښه پوهنځی ته ځي، د جګړې او غربت په نوم خو به اصلاً څوګ شی  لا نه پېژني، د اولسمشر څخه نیولې بیا تر پیاده به ټول بیخاره آرام ناست وي، لکه اصلاً چۍ کار نه وي، بس هري خوا ته غالۍ اواري دي، هر مامور ته له غمیو ډک شاهي میزونه پراته دي، وزیرصاحبان پر سینه لاس تړلي د جلالتمآب د تورو په کارلو خپل راپور اولسمشر ته داسي وړاندي کوي لکه افغانستان چي ئې ګل و ګلزار کړی وي، او بیا خپلي چاپلوسي خولې خلاصي کړي، چارواکي نو نور هم په ځان کي لوی سي، چي واه که یم نو زه یم او بیا د نوموړي ځواب هغو ته د شاباش، آفرین، بسیار عالي، افتخار من هستین…!په دې نو څوک ځان خبروي چی د اولس پر سر مېچڼ ګرزي.

بله  لا دا چي په نړۍ کي خلګ ږموږ په اړه عجيبه فکر کوی،ځکه چي ږموږ په ټلوېزونونو کي داسي لش پش شلی(ډاڼسونه/رقصونه)خپريږي چي تر هندوستان او امريکا لا څو ګامه مخته ولاړو،ځانونه مو په نړۍ کي دوني پرمختللي ښوولي چي ګوا موږ يو ګړی هم بېله مېکپه نه ګرزو،خو دوی ندی خبر چي دوی مازي ايکټينګ د پرمختللو کوي نور يې نو په حال مسې خبر چي کليوال يې له لوږي ځانونه خرڅوي.

سبا به زموږ د ښارنو پښتانه په دې پوه سي چي دوی په ښار کي محاصره دي خو د پښتنو لویه برخه(۷۰فیصده) کلیوال تشکیلوي، تر حیواناتو بدتر ژوند لري او د حاله څخه ئې د نړیوالو د خبرېدو مخنیوی همدا په نوم دولت کوي.
ــــــــــــــــ
۱-د ۱۳۹۳ل کال د نوروز د لمانځلو دپاره په کابل کي يوه عاليشانه ماڼۍ جوړه سوه چي ۱۵میلیونه ډالره خرچه په وسوه،خو د امنيتي اندېښنې له امله په دې ماڼۍ کي وه نه لمانځل سو.
۲-محمود خان د صمد خان شهيد زوی د نورمحمد خان لمسۍ د محمد خان کړوسی د عنايت الله کودی چي تر اوسه پوري د ګلستان په عنايت الله کارېز کي د نيکه ګانو په کور کي استوګن دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د