افغانستان

د غزني د امنیه قوماندانۍ یو تن مدیر ووژل شو

نن ټکی آسیا: تیره ورځ مازیګر ناوخته وسلوالو طالبانو د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ د روغنیاتو مدیر په برید کې ووژلو.

د غزني ولایت چارواکو د پيښي په تایید سره ویلي چي تیر مازیګر په سیمه ایز وخت د پنځو بجو په شاوخوا کې د زاړه ښار په برخه کې دوو تنو وسلوالو چي په موټر سایکل سپاره وه، د امنیه قوماندانۍ د روغنیاتو پر مدیر ډزي وکړي او نومړی ووژل شو.

دغه مدیر چي عبد الجلیل نومیدی، مازیګر له خپلي دندي څخه د کور پر لور روان وو، چي د یاد برید سره مخامخ شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نومړي د وژني مسئولیت په غاړه اخیستی، او زیاته کړې چي بریدګر طالبان وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x