د علم، جهاد او دعوت لارویانو ته

لیکوال: نعمان منلی

کالم: نښتر

که درته یاد وي ما پخپل لومړي کالم کې ژمنه کړې وه چې سیکولرزم او سیکولریستان به درپیژنم، په دوی مې ډېر کالمونه ولیکل او نور به هم لیکم باذن الله تعالی، خو موږ چې کله د خپل فکر په مخالفینو ګړیږو او د هغو په پیژندنه، غندنه او ترټنه بوخت یو نو خپل ځان او همفکره یاران رانه هېر وي، دې ته مو پام نه وي چې زموږ کړنې او اخلاق زموږ له لویي دعوې سره برابري دي، که په موږ کې هم کار شته، دا طریقه سمه نده موږ باید له هرڅه مخکي د ځان د اصلاح فکر وکړو او د (و تواصوا بالحق) په رڼا کې باید یوه بل ته د حق او سمې لارې توصیه وکړو.

د مازدیګر په وخت قسم چې هر انسان خامخا په تاوان کې دی، مګر هغه څوک په تاوان کې نه دي چې ایمان یې راوړی وي، او ښه عملونه کوي، او پخپلو کې یوه بل ته د حق توصیه کوي او پخپلو کې یوه بل ته د صبر توصیه کوي، (سورة العصر) .

موږ به ډېر مصلحتونه رامخته کوو چې د عالم، مجاهد او داعي د کار او مقام د اهمیت په نظر کې نیولو سره وصیتونه او نصیحتونه باید مخلصانه او مخفي وي خو په الله قسم که د قرانکریم د دې صریح لارښوونې (و تواصوا بالحق) په رڼا کې هیڅ مصلحت او سیاست ګټور وي، قرانکریم ښکاره وایي چې هر انسان په تاوان کې دی مګر … او پخپلو کې یوه بل ته د حق توصیه کوي، او که له ایمان او نیکو اعمالو سره زموږ فکر رامنځته کړیو مصلحتونو په پلمه یوه بل ته د حق توصیه پریږدو بیا هم په تاوان کې یو او بیاهم په تاوان کې یو.

امام فخر الرازي رحمه الله لیکي: په دې سورت کې د الله له لوري سخت وعید بیان شوی ده او هغه دا چې هر انسان په تاوان کې دی مګر هغه خلک تاواني نه دي چې دا څلور واړه کارونه تر سره کوي او هغه:

1_ ایمان
2_ ښه عمل
3_ یوه بل ته د حق توصیه
4_ یوه بل ته د صبر توصیه

ایمان او ښه عمل فردي صفتونه دي له دوی دواړو پرته څوک کامل مومن نه شي کیدلی، او وروستي دواړه ټولنیز صفتونه دي په مسلمانه ټولنه کې که د حق او صبر توصیه نه وي هغه تاواني ده.

موږ پریمانه ستونزي او لویې کړمي لرو، دې لورته باید علماء، پوهان او لیکوالان پوره متوجه شي، کومې ښکاره بد اخلاقۍ او بیلارۍ چې لرو په هغو هر ځای باید بحثونه، ویناوې او لیکنې وشي، زموږ خواې ځیني ټولنیزو نزاکتونو راتړلې دي، په یوه عالم، شیخ پیر، مجاهد، مشر او .. کې ښکاره غلطي او بیلاري وینو د ملګرتیا، احترام، ادب او .. لامله هغه ته څوک په پټه هم نه شي ویلی چې ځان اصلاح کړه. او کهث حقیقت ته ځیر شو دا ډول ملګرتیا، داسې ادب او احترام زموږ جوړ کړي خویونه او رواجونه دي، دا تش تقالید دي چې اصلاً د قرانکریم صریح مخالفت ده او موږ یې په تشو شرعي نومونو سره د ثواب کارونه بولو! .

زموږ د زمانې وګړي زښت زیات هیروپرسته او اتل پال دي، دې هیروپرسته Hero-Worship مزاج موږ د مشرانو په اړه په ډېر نازک پاڼ درولي یو، او همدا وجه ده چې په مختلفو فکري لارو ویشل شوي یو او د تاسف ځای دا دی چې دا فکري لارې نوري هم زیاتیږي، یوه لورته د لویدیځ پلان شوی منظم فکري یرغل بل لورته زموو داخلي مخالفتونه د دې لامل شوي چې مسلمان ولسونه یې د ضعف او زوړ وروستۍ کچي ته ښکته کړي دي.

په ټولیزه توګه د ناپوهي زیاتوالي موږ له ګڼ شمیر نورو ستونزو سره د هیروپرستي په ناروغي اخته کړي یو، زموږ د لوړ مقام او ټیټ مقام په مشرانو نیوکه یا د هغو کړمو ته ګوته نیول هیڅ شته نه، یعني د تواصي بالحق دروند مسؤلیت اهمیت او ضرورت رانه پاته ده، او د چا حقه نیوکه په دښمني او غرض تعبیریږي، او په داسې حالاتو کې د اصلاح تمه لرل بیځایه ده، که موږ خپل حالت ته ښه ځیر شو د تېر جهاد دا ډول وضعیت او ګڼو بیلاریو موږ له څومره بدمرغیو سره مخامخ کړو، د تفرق او داخلي جګړو له بدمرغیو سره یې په ګڼ شمیر نورو ناخوالو او ټولنیزو بیلاریو اخته کړو، دا نن چې یې موږ د سیکولرزم وبا بولو دا د همدې کږې او ناسمي رهبري په پایله کې د زهرو ټوکیدلي بوټي دي، او دا زموږ موجوده افراطي چلند هم ډېری ځوانان زموږ له لیکو بیلوي، بناء باید پخپلو کې د تواصي بالحق لاره عامه او مؤثره وګرځوو او زموږ د فکر زیږنده مصلحتونو پر ځای د الله په لاره کې د چا له ملامتیا د نه ویريدلو خصلت خپل کړو.