افغانستان

وردګ: د طالبانو په برید کې د اکمالاتي کاروان ساتونکي مړه، او یو شمیر موټر سوځول شوي

nato-tankers-reuters-543نن ټکی آسیا: د وردګ ولایت د والي ویاند شاهد الله شاهد ویلي چي تیره ورځ د طالبانو په برید کې چي د سید اباد په ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ترسره کړ، په کښي د کاروان یو تن ساتونکی مړ، نهه تنه ټپيان او ۵ عرادې موټر وسوځول شول.

هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي پيښه تېر مازیګر د سید اباد ولسوالۍ

د ملي خیل، اوتړیو او هفت اسیا په سیمه کې را منځته شوله، کله چي طالبانو پر یو ستر کاروان باندي برید وکړ.

د نومړي په وینا په برید کې د کاروان پنځه تنه ساتونکي ووژل شول، ۶ نور ټپیان شول، او د کاروان نهه عرادې د تیلو ټانکران وسوځول شول او شاوخوا ۱۵ نور زیانمن شول.

نومړي زیاته کړه چي په جګړه کې دوه تنه طالبان هم ووژل شول.

باید وویل شي چي په وردګ ولایت کې د سید اباد هغه ولسوالي ده په کومه کي چی تیره میاشت طالبانو د امریکایانو یوه هلیکوپتر الوتکه را نسکوره کړه، او نیژدې۳۰ تنه عسکر يې ووژل.

پر همدې ولسوالۍ د کندهار – کابل لویه لاره هم تیریږي چي اکثره وخت په کښي د امریکایانو او ناټو اکمالاتي کاروانونه هم په پراخه کچه په کښي په نښه کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x