طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): ملګرو ملتونو پخپل وروستي راپور کې ويلي و، چې طالبان له مافیايي کړیو سره لاس لري او خپل ډېری لګښتونه له همدې لارې پوره کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز جوړ شوی او دوی يې په کلکه ردوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان د خپلې لایحې له مخې فعالیت کوي: «موږ دغه بې بنسټه رپوټ په کلکه ردوو، د اسلامي امارت مجاهدین د اسلام د سپيڅلو احکامو مطابق ورځني جهادي کارونه پرمخ وړي، د اصولو او لیکل شوې لائحې په دننه کې د خپلو ټولو افرادو څارنه کوي، هغوی ته لازمې لارښونې کوي او له مشروع لارو څخه خپل اقتصادي مشکلات مرفوع کوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې ملګرو ملتونو دغه راپور د طالبانو د دښمن په فرمایش تیار کړی دی، چې دوی ته هيڅ اعتبار نه لري او په خبره يې دا د «مجاهدینو » د سپکاوي یو بل ګام دی.

طالبانو په خبرپاڼه کې په ډاګه ویلي چې دوی «د کابل ادارې» عسکر نه دي چې له مافیايي کړیو سره په همکاري پايي: «د اسلامي امارت مجاهدین خو څه دکابل ادارې وزیران ،والیان او نور لوړرتبه او ټيټ پوړې چارواکي نه دي چي په مالي او اخلاقي فساد کې تر ستوني غرق وي، دهیواد دبیت المال عوائد تر لاسه بیا یې جیبونو ته واچوي او یا یې داشغال ګرو په چوپړ کې دخپلو هیواد والو دوژلو او ځورولو په موخه استعمال کړي، افراد ( عسکر، پولیس، اربکیان) يې دخلکو په سر او مال تجاوز وکړي، برالا غلاوې وکړي، لارې ووهي، دخلکو کورنه چور کړي، دخلکو عزت ولوټي، رشوت واخلي، په اختلاس او فساد کې ونډه ولري او دخلکو وينه وزبيښي .»

طالبانو په خبرپاڼه کې پر دې ټینګار کړی، چې د افغانستان د مسائلو محقیقن باید حقایق درک کړي: «موږ یوځل بیا ټول هغه جهتونه د حقايقو درک او بیا پرې اعتراف کولوته رابولو چې د مجاهدینو په اړه راپورونه تهیه کوي يا غواړي د افغانستان په مسائلو تحقيقات وکړي.»

ملګرو ملتونو پخپل راپور کې ويلي و، چې طالبان د کوکنارو له کښت او مافيايي کړیو سره په اړیکو سلګونه میلیونه ډالره عاید تر لاسه کوي، د دوی د راپور له مخې طالبان په کال کې لسګونه میلیونه ډالر یوازې تر واک لاندې معدنونو څخه تر لاسه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د