نړۍ

فرانسوي پوليسو يو افغان د شکنجې پر مهال وژلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): د فرانسې پر اسلام دښمنه مجلې چارلي ابدو له بريد وروسته فرانسې ګڼ شمېر مسلمانان نيولي او شکنجه کړي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د وژل شوي افغان ورور عبدالرحيم محسني رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پر چارلي ابدو مجلې له بريد وروسته د ده ورور د افغانيت او اسلام په تور نيول شوی و او فرانسوي پوليسو د بند پر مهال سخت وهلی ټکولی او شکنجه کړی و او د شکنجې پر مهال وژل شوی دی.

ښاغلی محسني وايي، چې ورور يې د ديموکراسۍ او بشري حقونو دعوې لرونکي هېواد کې د امنيتي ځواکونو پر لاسونو بې ګناه وژل شوی او د فرانسې او ګډ حکومت له چارواکو يې د قضيې د پلټنې غوښتنه کړې.

د ګډ حکومت چارواکي او بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه ځان بې خبره ښودلی.

د بندیانو اړوند نړیوال بشري قوانین وايي چې هیڅ بندي به نه شکنجه کیږي اګر که په جګړه کې هم ونیول شي او نه به د شکنجې د لارې ترې اقرار اخېستل کیږي. دغه نړیوال قانون فرانسې لسګونه کلونه وړاندې منلی او د جوړولو پر مهال يې تر ټولو ډير کوښښ کاوه چې ژر تر ژره تصویب او عملي شي.

د يادونې وړ ده، چې د فرانسې پر اسلام دښمنه چارلي ابدو مجلې له بريد وروسته اروپا، په ځانګړې توګه فرانسه او برتانيا کې د مسلمانانو پر ضد سخت تاوتريخوالی روان دی او د دغو هېوادنو د چارواکو په ګډون د اسلامي نړۍ هيڅ مشر د مسلمانانو پر ضد د روان تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې وړاندې يو فرانسوي خپل مغربي الاصله فرانسوی ګاونډي د خپلو ماشومانو او ښځې په مخکې ۱۷ چړې وهلی و او همدا رنګه تولوز ښار کې يو روماني الاصله فرانسوي مسلمانانو ته ګواښونه کړي، چې هر ځای يې ومومي، نو وژني به یې.

رسمي راپورونه وايي، چې شاوخوا زر جوماتونه او اسلامي مرکزونه د توکمپالو سخت دريځو فرانسويانو له خوا پرې بريدونه شوي دي او دې کې داسې ليکوالان هم شته، چې خلک د مسلمانانو وژلو ته هڅوي او خلکو ته وايي، چې د مسلمانانو د کورونو مخته د خنزيرانو، سر او کولمې ورغورځوي.

ډېر سخت دريځې او توکمپالې ډلې مسلمانان ګواښوي او داسې غوښتنې کوي، چې بايد له ګردې اروپا وويستل شي او د چارلي ابدو کارټوني مجلې پر دفتر له بريد وروسته دا کارونه نور هم زيات شوي دي.

د عربي چارو لندن ميشتی کارپوه عبدالباري عطوان وايي، چې اروپا کې امنيت په دې نه راځي، چې دوی دې، د مسلمانانو پر ضد عمليات وکړي او امنيتي تدابير دې سخت کړي.

اروپا، بلکې ګرده نړۍ کې د امنيت ټينګولو ښه چاره دا ده، چې دغه قوي هېوادونه دې خپلو او نورو اتباعو سره د يو والي او مساوات رويه غوره کړي او د نورو مذهبونو او کمزورو خلکو پر ضد له هر ډول ظلمونو، تېريو او ځورونې څخه لاس واخلي.

د پېښو څارونکي وايي، چې لويديځ کې مسلمانې ټولنې ګواښول او د امنيتي ستونزو لامل يې ګڼل، کېدای شي، ډېرې سرچپه پايلې ولري ؛ ځکه چې مسلمانان په خپله همداسې ستونزو سره لاس و ګريوان دي او د دې کړونو او ځورونو پايله به دا راووځي، چې د فرانسې په ګډون ګرده اروپا به د جګړې په مرکز بدل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x