ورزش

پاکستان د انګلینډ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان او انګلینډ تر منځ تمریناتي یو ورځنۍ لوبه پاکستان وګټله. پاکستان د انګلینډ لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې انګلینډ د لوبې پچې ګټلو سره توپ وهنې پریکړه وکړه. انګلینډ ټاکل شوي پنځوس اورونو کې خپل ۸ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۰ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لپاره رووټ په ۸۹ توپونو ۸۵ او بلانس په ۸۱ توپونو ۵۷ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره یاسر شاه درې او سهیل خان دوه ویکټې واخیستې. یاسر شاه خپل ۱۰ اورونو کې ۴۵ او سهیل خان خپل ۹ اورونو کې ۴۷ منډې ورکړې.

پاکستاني لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړ او دغه تمریناتي لوبه کې يي د انګلینډ لوبډلې ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه.

دغه لوبه کې د پاکستان لوبډلې لپاره عمر اکمل په ۶۶ توپونو ۶۵ منډې جوړې کړې. مصباح الحق په ۹۹ توپونو ۹۱ منډې جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ لوبډلې لپاره انډرسن او براډ دوه دوه ویکټې واخیستې. انډرسن خپل ۱۰ اورونو کې ۴۲ او براډ خپل ۹.۵ اورونو کې ۵۱ منډې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x