افغانستان

د باغیس چارواکي: دولت ته د قومندان په ګډون ۱۳ تنه مخالفین تسلیم شول

r210571_808051نن ټکی آسیا: د بادغیس ولایت څخه چارواکو ادعا کړې چي د مخالفینو د یوه قوماندان په ګډون دریارلس تنه وسلوال مخالفین ورته تسلیم شوي، خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه ادعاوي ناسمي او د دښمن تبلیغات بولي.

د تفصیلاتو سره سم نن د بادغیس ولایت د والي ویاند شرف الدین مجیدي ادعا وکړه چي د دولت یو تن مخالف قومندان چي امان الله نومیږي

د خپلو ۱۲ تنو ملګرو په ګډون دولت ته تسلیم شو، او د تسلیمي مراسم يې د بادغیس ولایت د مرکز قلعه کې د ملي امنیت په ریاست کې تر سره شول.

نومړي زیاته کړه چي هغوی خپل وسلې هم له ځانه سره راوړي وې، او دولت ته يې په تسلیمیدو سره دا ژمنه وکړه چي دوی به نور د هیواد په بیا ابادونه کې ونډه اخلي.

خو دطالبانو ویاند قاري یوسف د مجیدي دغه ادعاوي په کلکه سره رد کړې، او زیاته يې کړه چي په بادغیس کې یو تن طالب هم نه دی تسلیم شوی، او زیاته يې کړه چي دا ټول درواغ او د دښمن تبلیغات دي.

نومړي وویل چي دښمن په دا ډول تبلیغاتو سره خپله ناکامي پټول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x