افغانستان

فارن پاليسي: «موږ په افغانستان کې ولې ماتې وخوړه؟»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): د امريکايي عسکرو د رواني ستونزو ډاکټر او څارونکي کيپټ ډريو شيلپر وايي چې دوی د خپل دښمن اهميت نه دی پيژندلی او د افغان حکومت تر څنګ ډېرې سيمې د طالبانو په واک دي او ګڼو نورو سيمو کې د ناقانونه وسله والو او ځايي مشرانو واک چليږي.

شيلپر دغه خبرې مشهورې امريکايي رسنۍ فارن پالیسي سره په خبرو کې کړې دي، د فارن پالیسي په راپور کې راغلي، چې طالبان هر وخت او هر ځای وغواړي، خپل فعاليتونه او بريدونه کولای شي.

د راپور ليکوال د قومي مخورو له قوله ليکلي، چې طالبان د دوی په سيمه کې بې غمه ګرځي، هر وخت د دولتي چارواکو او شکمنو مخالفينو پر ضد عمليات کولای شي.

«موږ، چې په کوم کلي کې شپې کولې، ګرده سيمه کې ستونزې او د طالبانو فعاليتونه روان دي او زه فکر کوم، چې ټول هېواد کې به همداسې حال وي.»

د کيپټ ډريو له قوله، په ګرد هېواد کې د پراخو امنيتي پوستو او تدابيرو سربېره هم طالبان ډېر قوي دي او په هر ځای کې خپلو مخالفينو ته زيان اړولای شي.

« طالبان د حکومت په وړاندې افغانستان کې خپل واک چلوي او د افغانانو لپاره يو بديل نظام رامنځته کوي، نو د خلکو لپاره بيا دا خبره ګټوره نه ده، چې دوی دې د طالبانو پر ضد د امنيت په نوم وسلو ته لاس کړي.»

فارن پاليسي زياتوي، چې افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بيا رغونې د څارونکي ټيم مشر جان سپوکو وايي، چې د افغانستان محلي امنيتي چارواکي په سخت اداري فساد ککړ دي، په بيا رغونه او د امنيتي ځواکونو په ليکو کې اخلاقي او اداري فساد دغه ځواکونه بې باوره کړي دي.

دغه څېړنيز راپور د افغان دولت د قضا په اړه ليکي، چې د خلکو قضيې نه شي حلولوی، له خلکو ډېر زيات رشوتونه غواړي او بل پلو د طالبانو قضا په ډېره لنډه موده کې له هر ډول فيسونو او لګښت پرته د خلکو قضيې او دعوې د شريعت له مخې ورحلوي.

«افغان حکومت د قومي ملېشو او ډلبنديو ښکار دی او له همدې امله يې خپل اغېز هم له لاسه ورکړی او بل پلو طالبان په سيمه کې ډېر زيات اغېز لري او د خپل پيغام له امله يې ولس کې خپلې ريښې ډېرې ټينګې کړي دي.»

کيپټ ډريو شيلپر د طالبانو د نفوذ په اړه وايي، سره له دې، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د خلکو اقتصادي ژوند بيخي کمزوری و، مګر طالبان اوس هم په دې توانېدلي، چې خلک ورته هيله من شي او د يو اقتصادي ملاتړي هيله ترې لري.

«که طالبانو پر افغان ولس خپل اغېز زيات کړی نه وي، نو بايللی خو يې بيخي نه دی»

کيپټ دريو شيلپر د امريکايي عسکرو د رواني چارو څارونکی ډاکټر دی او د چيلينجونو او ګواښونو په اړه ليکنې او بحثونه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x