افغانستان

بادغیس: د ملي اردو درې تنه عسکر مړه او دوه نور ټپيان شول

taliban_hunting_club_anaنن ټکی آسیا: د بادغیس په ولایت کې د ملي اردو درې تنه عسکر مړه او دوه نور ټپیان شول.

د بادغیس ولایت څخه امنیتي چارواکو خبر ورکړ چي نن د قادس او مقر ولسوالیو تر منځ د دره بوم په سیمه کې د ملي اردو د عسکرو پر رینجر ډوله موټر ماین وچاودېد، چي له کبله يې پنځه تنو عسکرو ته مرګ ژوبله ورسیده.

هغوی ویلي چي په دغه برید کې ۳ تنه عسکر مړه او دوه بریدمنان ټپیان شوي دي، چي روغتون ته رسول شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسینو ته ویلي چي په چاودنه کې شپږ تنه عسکر وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x