
طالبانو هغه ضابط اعدام کړ، چې د طالب جسد يې په ټانګ پورې تړلی و
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو د دولتي عسکرو هغه ضابط اعدام کړ، چې څو کاله وړاندې یې د طالب جسد په ټانګ پورې تړلی و او په کوڅو کې يې کش کاوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې دوی دغه ضابط پرون د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالي په هاشم خېلو سیمه کې په عام محضر کې اعدام کړ.
د ننګرهار د شيرزادو ولسوالي ولسوال معلم معشوق هم پېښه مني او وايي چې د ملي اردو یو عسکر چې اسماعیل نومېږي، تېره ورځ د طالبانو له لوري په عام محضر کې په دار وځړول شو.
معلم معشوق وايي چې اسماعیل د هاشم خېلو په سیمه کې په دار شوی دی، چې په خبره نوموړی له دندې کور ته په رخصتۍ راغلی و.
دغه ضابط چې د ننګرها د شیرزاردو د اشپان د کلي اوسېدونکي و، چې په پکتیا ولایت کې د دندې په مهال يې د سعادت په نامه د طالب جسد له وژلو وروسته په ټانګ پورې وتاړه او په عام محضر کې يې نیم بربنډ په کوڅو کې کش کاوه.
طالبان وايي چې د اسماعیل په نامه دغه ضابط دوی په خوږياڼو کې ونیو او د ویډیو کلیپ په لیدلو يې پخپل جرم اعتراف وکړ، د دې ویډیو کلیپ په صحنه کې اسماعیل د طالب د جسد د کش کولو پر مهال په ویډیو کوونکي له خوښیو په ډک غږ نارې وهي: «ما هم پکې راوله، ما هم پکې راوله!»
د سعادت په نامه طالب څو کاله وړاندې د پکتیا مرکز ته څېرمه په چهارقلا سیمه کې له وژل کېدو وروسته د عسکرو په لاس کې کېوت، چې ویډیو کليپ يې په خواله رسنیو کې خورا سخت وغندل شو.
د ناټو د یرغل له پیله څو ځلې د جګړې ښکېلو اړخونو د جسدونو سپکاوی کړی، چې ډېره ګوته دولتي عسکرو او د هغوی بهرنیو ملاتړو ته نیول کېږي.
په تېرو دیارلسو کلونو کې د طالبانو جسدونه وسوځول شول، بولې پرې وشولې، نیم بربنډ په کوڅو کې وګرځول شول او ډېری يې په میاشتو میاشتو دفن کولو ته نه پرېښودل، چې نړیوالو بشري کمیسیونونو يې پرې خوله چوپه نیولې.
قدرمنولوستونكوسلامونه. داچي بدل په پښتنوكي يوبنسټيزه اودپښتونولئ اصطلاحاتود(٧٢) اصولوپه نوملړكي ٢٨شميره آوداسي راپيژندل شوي دي (هرهغه عمل چي سړې،كورنئ او ولس ته مادي اومعنوي تاوان ورسوي بدبلل كيږي )پښتانه بدنه كوي په پښتونولئ كي له بدو،بدي اوله بدئ بدل پيداكيږي بدل ضروري دئ كه بدل نه وي بدنه وركيږي دبدوله وركولولپاره بدل حتمي دي . پښتانه هغه بدي چي په روغه نه وي بدله شوي چاته نه پريږدي اودروغي لپاره ډيري پولي شته دبيلگي په توگه كه چاږيره اوپلونه وي نيولي اوننواتي يي نه وي كړي نوبدي پاتي وي اوبدل ورپسي راروان دي بدي په بيلواندازو وي دهري بدئ لپاره… نور لوستل »
دیرپه زره پوری بدل اخستی شوی ده
له دیر وخت نه می په زره کی ارمان وو چی ددی شهید بدل واخستل شی خو لله الحمد چی نن می داارمان هم پوره شو