
د برما مسلمانان د رايو ورکولو له حقه محروم شوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۲۳مه ۱۳۹۳ل): برما کې د لکونو اوسيدونکو مسلمانانو ژوند د بودايي سخت دريځو له لاسه تريخ دی او له تېرو څو کالو راهيسې د برما حکومت په مشرۍ کې بودايانو د مسلمانانو ټولوژنه پيل کړې او دا لړۍ تر اوسه هم روانه ده.
د برما حکومت د دغه هېواد لس لکه مسلمان اوسيدونکي د خپل هېواد اتباع نه بولي.
د برما نظامي حکومت ۲۰۱۰م کال کې اعلان کړی و، چې د دغه هېواد لږکي کولای شي، چې په ټولټاکنو کې برخه واخلي، مګر وروسته د بودايي سخت دريځو د فشارونو له امله حکومت اعلان وکړ، چې مسلمان لږکي له دغه حقه بې برخې دي او د رايو ورکولو هيڅ حق نه لري.
راپورونه وايي، چې برما کې سلګونو سخت دريځو بودايانو د مسلمانانو پر ضد مظاهرې پيل کړي او له حکومته غوښتنه کوي، چې مسلمانانو څخه د رايو ورکولو حق بېرته واخلي او حکومت هم د همدې مظاهرو او فشارونو له امله اعلان وکړ، چې د برما اوسيدونکي مسلمانان د برما اتباع نه دي او دوی هيڅکله د رايو ورکولو قانوني حق نه لري.
نړۍ کې د ديموکراسۍ او بشري حقونو خوندي کوونکو دعويدارانو، امريکا، اروپا، اسلامي نړۍ او ملګرو ملتونو تر اوسه هم د برما د مسلمانانو د ټولوژنې او ظلمونو په اړه هيڅ غبرګون نه دی ښودلی، په داسې حال کې، چې دغو هېوادونو ګڼ حکومتونه د دې لپاره نسکور کړل، چې د دوی په وينا ديموکراسي په کې پلې کړي.
د څارونکو په اند امريکا او د نړۍ نورو قوي هېوادونو ته ديموکراسي، بشري قوانين او داسې نور شعارونه هغه مهال ډېر مهم ښکاري، چې د دوی ګټې په کې خوندي وي او کومو هېوادونو کې، چې دوی او د دوی پلويان پر مسلمانانو ظلمونه کوي، نو د نړۍ هيڅ ځواک پر دوی نيوکه نه شي کولای.
د مصر د ستراتيژيکو مطالعاتو ريس طلعت رميح او ګڼ نور پوهان وايي، چې نړۍ کې منطق، فکر او پوهه له قوت او زور پرته هيڅ کار نه کوي او د نړۍ قوي هېوادونو ته ديموکراسۍ او بشري حقونه هغه ځای مهم وي، کوم ځای، چې د دوی ګټې خوندي وي.