افغانستان

ننګرهار: د شیرزاد ولسوالۍ ولسوال ډاکټر محمد اصیل په چاودنه کې ووژل شو

mohammad_aseel_wlaswal_shirzad_nangerharنن ټکی آسیا: د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودېدلو له کبله د ننګرهار ولایت د شیرزاد ولسوالۍ ولسوال ډاکټر محمد اصیل او د هغه درې تنه ساتونکي ووژل شول.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند احمد ضیاء رسنیو ته وویل چي نن غرمه په سیمه ایز وخت د دولس نیمو بجو دغه پيښه په داسي وخت کې را منځته شول، کله چي ولسوال ډاکټر محمد اصیل د خپلو ساتونکو سره په خپل رینجر موټر کې سپور وو،

چي د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند د هاشم خیلو او ګندمک تر منځ په سیمه کې پر یو ځای پر ځای شوي ماین يې موټر وخوت.

نومړي وویل چي په چاودنه کې ولسوال خپل د درې تنو ساتونکو په ګډون ووژل شو.

د طالبانو یو تن ویاند قاري سجاد چي ځان د توره بوړه ویاند ښيي رسنیو ته ویلي چي دوی ددغي پیښي پړه پر غاړه اخلي، او زیاتوي چي په دې پيښه کې د ولسوال په ګډون ۹ تنه ساتونکي ووژل شول، او پيښه په دقیقه توګه په ډاګ نومي سیمه کې رامنځته شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x