پښــــتو ادب

ليک

ډاکټر محمد نصير کامه وال

احمدالله احمدزي ته

خوږه دوسته احمدزيه، دانشوره، منوره

د همت او د مېړانې اوچت غره

د ولس په غم خبره، د عالي احساس خاونده، باخبره

د ادب په شاه زلمو کې لکه لمره

د زړه سره معتبره

سلامونه قبول کا

زه به څه درته ليکمه زه به څه بيانومه

زه به څه عيانومه، چې يو ليک در استومه

زه خو ټول فرياد فرياد يم زه خو اوښکې تويومه

تا به هم په ژړا سر کړم تا به هم وژړومه

لا تر اوسه لا تر ننه در په در خاورې پر سر يو

لا د بل در کې ولاړ يو وږي تږي يو نهر يو

لا مو وينې دي توييږي، لا مو وينې څښي کسان شته

لا زموږ برخه سپېره ده لا غمونه شته خپګان شته

لا هماغسې تيارې شته، لا د ظلم سرې لمبې شته

لا د حق بچي کړيږي لا غمونه شته تنګسې شته

لا په کلو ولسونو، په ښارونو، بازارونو

غټې غټې توپې لګي، اوازې دي د مرګونو

لا په خپلو کې لګيا يو لا په خپلو کې بد غواړو

لا د ځان وژو د پاره، له پرديو مدد غواړو

توپخانې دي، چې ډزيږي، کلی کور زمو نړيږي

چور تالان په وطن ګډ دی

عجيبه ظلمونه کيږي، هيڅ قرار ارام مې نه شته

درد مې خيژي، له ځيګره،

خوږه دوسته د زړه سره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x