پښــــتو ادب

مرور اشنا احمدالله احمدزي ته ډالۍ

الحاج ډاکټر محمد نصير کامه وال

پيالې نسکورې پريوتې خمان خپه خپه دي
د مينې ليوني ستړي ستومان خپه خپه دي

ما حول په سلګو دی غميدلی ساز غږيږي
ويرجنه نغمه څېړي، مطربان خپه خپه دي

نه ګل شته، نه بلبل شته، نه کيسه اورم د مينې
چمن تالا والا دی، بلبلان خپه خپه دي

رټلې راته ښکاري، ګيله منې دي له مينې
د اوښکو سلسلې مې په ګريوان خپه خپه دي

څه زيری دی راوړی دی قاصده له اشنا نه «احمدزی صيب»
ښکاريږي، ځوابونه د جانان خپه خپه دي

څه توره خوني شپه ده، نه مړيږي په وتلو
خوره چپه چوپتيا ده، ساکنان خپه خپه دي

نصيره وسوځيږه، لکه شمع په تيارو کې
يو څرک د رڼا وکړه، پتنګان خپه خپه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x